د شينجيانګ ځانګړې خوندورې ټيکلې د نندارتون په لوی ډګر کې او د مينوالو د هرکلي پراخه څپه
cri2021-05-11 17:28:27
شريکول:

د لومړۍ دورې د مصرفي توکو نړيوال نندارتون په موده کې چې د های کو په ښار کې ترسره شو، د شينجيانګ په غرفه کې د خوندورو ټيکلو د ښودنې په ځای کې ډېره ګڼه ګوڼه وه، څو تنه اويغوري ځوانان چې له بېلا بېلو ځايونو څخه راغلي وو مېلمنو او ليدونکو ته يې د شينجيانګ د کاشغر وچه ډوډۍ (ټيکله) معرفي کوله او دوی يې هڅول چې خوند يې وګوري او وخوري. په ليدلو يې د هر چا زړه غوښتل چې حتما يې خوري، د دغې وچې ډوډۍ د نندارځای مسئول ارکونجان احمدي د شينجيانګ د کاشغر له يزاژات ولسوالۍ څخه راغلی دی او خبريالې ته يې وويل چې دوی د يادې ولسوالۍ د ټيکلې چارو د صنعتي پارک کارکوونکی دي او د ځايي حکومت په سپارښتنې او مرستې سره يې په دغه نندارتون کې برخه اخيستې ده، د غرفې لګښت هم د ځايي حکومت په غاړه دی. دوی د يوولسو مختلفو ډولونو څه دپاسه لس زره ټيکلې راوړې دي او ټولې پلورل شوې دي. پر دې برسيره، دوی له څو تصديو سره د پلورنې همکارۍ سندونه هم لاسليک کړي دي، کومې چې دغه لاسته راوړنې د دوی له اټکله هم وتلې دي.

په دې وروستيو کلونو کې د ټيکلې توليدي چارې په ټول شينجيانګ په تيره بيا په جنوبي برخه کې د ګړندي پرمختګ په حال کې دي. د ځايي حکومت تر ملاتړ لاندې د بېلا بېلو قومونو اوسيدونکو په ګډه ډېرې ښکلې، عالي، خوندورې وچې ډوډۍ (ټيکلې) پخوي او په دې توګه يې د ښو دوديزو خوندورو خوراکونو کيفيت لا زيات کړی او ساتلی دی. ټیکله د شينجيانګ د لږکيو قومونو په عادي ورځنيو خوړو کې مهم ځای لري او اوس د هيواد د سترې برخې په زياترو ځايونو او هم په ځينو بهرنيو هيوادونو کې ډير ښه بازار او مينوال لري. په يزاژات ولسوالۍ کې د احمدي تصدۍ د شینجیانګ پوهنتون د خوراکي او طبي توکو له پوهنځي سره د نوي ډول ټيکلې د څېړنې او توليد مرکز جوړ کړی دی، په ګډه يې د پيازي، مرچداره، بادامي، چارمغزي، کشمشي، کنجد دانو، ځيره دارو ټيکلو په شمول ډېر نوي ډولونه طرحه او رامنځته کړي دي او اوس د دوی د ټيکلې په صنعتي پارک کې د وچې ډوډۍ څه دپاسه سل ډولونه پيدا کېږي. دغه راز د وچې ډوډۍ (ټیکلې) توليدي چارې د بېلا بېلو وچو ميوو، مرچ او د ګلاب ګلونو د کرنې او د سيلانۍ په شمول د يو لړ نورو ځانګړو چارو پرمختګ ته هم وده ورکړې ده. د دې صنعتي پارک کلنی توليدي ارزښت ۲۵ مليونو يوانو ته رسېږي او د ځايي وګړيو د قتصادي حالت په ښه والي او په شتمنېدو يې ونډه ستره ده.

احمدي وويل، د دوی په تصدۍ کې د لږکيو قومونو څه دپاسه ۱۲۰۰ کارکوونکي په کارونو لګيا دي چې مياشتني معاشونه يې د کاري تجربو له مخې له ۳۰۰۰ يوانو څخه تر ۶۰۰۰ يوانو پورې دي. له دې پرته، څه باندې ۳۵۰۰ داسې کسان هم شته چې په دغه صنعتي پارک کې يې مخکې کارونه کړي دي، د اړوندو کاري مهارتونو تر لاسه کولو وروسته تللي دي او د شينجيانګ په ګوټ ګوټ کې يې خپلې سوداګريزې چارې لري چې ګڼ شمېر ځايي اوسېدونکو او کارګرو ته يې د روزګار غوره فرصتونه برابر کړي  او دغه راز د دوی عايدات تر ډېرې اندازې پورې لوړ شوي دي.

له يوې مودې راهيسې، د ځينو لوېديځو هېوادونو رسنيو پر چيني حکومت د بې بنسټه تورونو په لړ کې چې په شينجيانګ کې د جبري کار او نژادي وژنې کړنې ترسره کوي. احمدي په دې اړه وويل، دا بيخي دروغ دي او بيخي يوه بې ځایه خبره ده. زموږ په صنعتي پارک کې ټول کارکوونکي پخپله خوښه په کارونو لګيا دي، د صنعتي پارک پيمانې په لوېيدو سره ډېر زيات نور کسان هم غواړي چې دلته دندې تر لاسه کړي. برسيره پر دې، زموږ شرکت کورنۍ، مېړونه او مېرمنې دواړه دېته هڅوي چې په ګډه کار وکړي او د خپلې کورنۍ عايد لا لوړ کړي. زموږ په شرکت کې اوس داسې جوړې ډېرې شته، که يوه ښځې حامله داره وي، نو د نافده مقرراتو سره سم به د ماشوم زېږون له رخصتي څخه برخمنه کړی شي. شرکت په وړيا توګه ټولو کارکوونکو ته وړيا ډوډۍ او د اوسېدلو لپاره مناسب ځای لري. د ملي لږکيو هره کورنۍ عموماً دوه يا درې ماشومان لري، نو د ملي لږکيو د ټولوژنې خبره دروغ ده او د واقعيتونو خلاف خبره ده.

نوموړي وويل، د ټيکلې توليدي چارې د شينجيانګ په څوارلسم پنځه کلن پلان کې له لسو مهمو چارو څخه دي. اوس په ټول شينجيانګ کې ټيکلې ته د ورته صنعتي پارکونو شمېر زيات شوی دی او له نېکمرغه ټول د ښې ودې او بسياينې په حال کې دي. د دغو صنعتي پارکونو له کبله ځايي اوسېدونکو ته ډېرې ګټې رسېدلې دي او د ژوند سويه يې هم په څرګنده لوړه شوې ده.

احمدي زياته کړه، د مصرفي توکو په لومړي نړيوال نندارتون کې د دوی تر لاسه شوو برياليتوبونو دا يو ځل بيا وښودله چې د شينجيانګ ټيکلې ډېر پراخ بازار او د پرمختګ روښانه او ډيره ښه راتلونکې لري.