دا چې ۱.۴ ميليارډه چينايانو له جګړو، بېوزلۍ، لوږۍ او ساري وبا څخه ځان خلاص کړ، د بشري حقونو په چارو کې د دغه هېواد ستره لاسته راوړنه ده
CRI2021-05-11 09:58:08
شريکول:

د چين د بېوزلۍ د کمولو او بشري حقونو چارو سيمينار د مې په ۸مه نېټه د دغه هېواد د فو جيان ولايت په نينګ ده ښار کې تر سره شو. په چين کې د کيونا سفير پېريلا په دغه سيمينار کې څرګنده کړه، دا چې چين د کرونا وبا ضد مبارزې تر څنګ د بېوزلۍ د له منځه وړلو موخې ته رسېدلی، ډېر زړور برياليتوب دی. هغه زياته کړه چې کيوبا له تېرو څه باندې ۶۰ کلونو راهيسې د امريکا د ډېرو سختو بنديزلګونو له امله ځپل شوی دی، نو د بشري حقونو چارو ته د سياسي رنګ له ورکولو او دوه ګونو معيارونو سره ټينګ مخالفت کوي. 

د چين د خارجه وزارت وياندې هوا چون ينګ د مې په ۱۰مه نېټه په دې اړه څرګنده کړه، دا چې ۱.۴ ميليارډه چينايانو له جګړو، بېوزلۍ، لوږۍ او وبا څخه ځان خلاص کړي، د بشري حقونو په چارو کې د دغه هېواد ستره لاسته راوړنه ده. 

( سپوږمۍ)