له بې وزلۍ څخه د چين په جنوبي برخه کې د قومي لږکيو په سيمه کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو تجربې
CRI2021-05-11 10:16:03
شريکول:

 هه چه ښار چې د جوانګ قوم په شمول زيات قومونه پکې اوسېږي، د چين د ګوانګ شي جوانګ قوم د کورواکې سيمې په شمال لوېديځه برخه کې واقع دی. دغه ښار د اوږد عمر لرونکو کسانو او د اوبو په وسيله د برېښنا د توليدي چارو له امله په چين کې شهرت لري. هلته ډېرې په زړه پورې طبيعي منظرې شته، خو جغرافيايي حالات ډېر پيچلي دي. د نوي چين له جوړېدو مخکې د چين په انقلابي زمانه کې دغه ښار د چين کمونېست ګوند انقلابي اډه وه. اوس دغه ښار په چين کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د پرمختګ د پياوړتيا په پروژو کې يوه مهمه سيمه ده. څرنګه چې په غرنۍ سيمه کې کرنيزې خاورې لږې دي او اساسي تاسيسات وروسته پاتې دي، نو له اوږدې مودې راهيسې، په دغه ښار کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو کارونه له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

   د چين د ۱۳م پنځه کلن پلان د پلي کېدو په پيل کې، په دغه ښار کې د ثبت شويو بې وزلو کسانو شمېر ۷۶۵ زره او ۷ سوو تنو ته رسېدلی و چې دغه شمېر د ګوانګ شي سيمې په عمومي شمېر کې پنځلس اعشاريه درې فيصده نيسي. په دغه ښار کې ۸۱۷ بې وزلۍ کلي شته، چې له دې جملې څخه ۴۳۰ کلي ډېر بې وزله دي. ويل کېږي، چې دغه ښار په ګوانګ شي سيمه کې او حتی په چين کې ډېره بې وزله سيمه ده. د ۲۰۰۶م کال راپدېخوا، ځايي اداري حکومت د ښوونې، طب، هستوګنې او څښاک اوبو په برخو کې يو لړ منظم تدبيرونه نيولي دي. په دې رڼا کې د يادو کليو حالات ښه شوي او ځايي اوسيدونکي ورځ په ورځ له بې وزلۍ څخه وتلي دي.

په ګو وين کلي کې چې د هه چه ښار د يي جو سيمې د شيانګ بې په علاقه دارۍ کې واقع دی، د ۱۷۱ کورنيو ۵۲۶ کسان ژوند کوي، چې په دې جمله کې د ۵۱ کورنيو ۱۳۳ کسان د بې وزلۍ په نومليست کې شامل شوي دي. په دغه کلي کې د هر کس پر سر د کرنيزو ځمکو منځنی مساحت له صفر اعشاريه څلور جريب څخه کم دی، نو په پخوانۍ زمانه کې يې حاصلات د وچکالۍ او آب سالۍ پورې تړلي و. څرنګه چې دغه کلی د شيا جيان سيند پر غاړه پروت دی، نو حاصلات يې کله کله د سيلاو له امله خرابېږي. خو له بلې خوا، د شيا جيان سيند پر دواړو غاړو منظرې ډېرې ښکلې دي، نو ځايي حکومت په دې مناسبت د سيلانۍ د پرمختګ په رڼا کې د ځايي کليوالو ګټې زياتې کړې. دغه راز، د دغه کلي ځمکې د توت ونو کرلو ته مناسبي دي، نو ځايي حکومت کليوالو ته د توت ونو د کرلو او د ورېښمو چنجيو د روزلو تخنيکونه برابر کړي. له دې لارې د ځايي کليوالو ګټې زياتې شوې او ګام په ګام له بې وزلۍ څخه وتلي دي.

ګو وين کلی د سيلانيزو چارو او د توت ونو د کرلو او د ورېښمو چنجيو د روزلو له لارې له بې وزلۍ څخه د وتلو لار پيدا کړې ده، چې اوس په دغه کلي کې د هر کس پر سر منځنۍ کلنۍ ګټې شپږ زرو يوانو ته رسېدلې دي. بر سېره پردې، ځايي حکومت د ښوونې او طب په ساحو کې بې وزلو کورنيو ته د ښه خدمت کولو لپاره تدبيرونه نيولي دي.

هه چه ولسي روغتون په دغه ښار کې په ډېره لوړه کچه دولتي روغتون دی چې د دغه ښار څه باندې ۴ ميليونو او درې لکو اوسيدونکو ته طبي خدمتونه کوي. په ۲۰۱۷م کال کې په چين کې د مختلفو کچو روغتونونو ترمنځ د ګډې پرمختيايي تګلارې پلې کېدل پيل شول، څو د لوړو کچو روغتونونو په مرسته په ولسواليو او علاقه داريو کې د روغتونونو سويې هم لوړې شي او په کليوالو سيمو کې اوسيدونکو ته لا ښه طبي خدمت برابر شي. د چين د کمونېست ګوند د هه چه ښار ولسي روغتون کمېټې منشي وې يي تيان وويل، چې په تېرو څو کلونو کې يې د ولسواليو له شپږو روغتونونو او د علاقه داريو له زياتو کلنيکونو سره د مرستې دنده پر غاړه واخيسته. هغوې خپل غوره ډاکټران او کارکوونکي دغو روغتونونو او کلنيکونو ته لېږلي چې د علاج او تداوۍ سويې يې لوړې شي. مخکې تردې، ګڼ ناروغۍ چې په سختې ناروغۍ اخته شوې، د علاج او تداوۍ لپاره لويو ښارونو ته تللي، خو په دې وروستيو ورځو کې دغه شان حالات کم شوی. ځينې سخت ناروغان د دوی په روغتون کې علاج شوی او بيا جوړ شوی دی. له دې لارې يې د طبي چارو په برخه کې د دولت پر غاړه د فشار کمښت او ځايي اوسيدونکو ته د خدمت کولو لپاره رول لوبولی. دا د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره هم ګټور دی، چې د ناروغۍ له امله د بې وزلۍ د رامنځته کېدو حالات کم شوی دی.

د ۲۰۱۶م کال راپدېخوا، په هه چه ښار کې ۱۰۱۵ اساسي ښوونيز تاسيسات اباد شوي، په طبي بيمو کې د بې وزلو کسانو د ګډون کولو انډول سل سلنې ته رسېدلی، پنځه ګړندۍ لارې فعالې شوې او په ۱۲۱ استوګنځايونو کې د بې وزلو کسانو لپاره ۴۰ زره کورونه اباد شوي دي. دغه راز، د دغه ښار په قملرو کې د چارمغز، توتانو، ګني او چای په شمول د رنګارنګ کرنيزو بټو او ونو د کرنيزو ځمکو مساحت يو ميليونه اته لکه جريبونو ته رسېدلی دی. له ۲۰۱۶م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې، په دغه ښار کې د ۶۲۵ بې وزلو کليو څه باندې ۷۰۲ زره کسان له بې وزلۍ څخه وتلي دي.

د بې وزلۍ د له منځه وړلو په اړه د هه چه ښار له تجربو څخه څرګندېږي چې بېوزليتوب په چين کې د تکنالوژۍ، کرنيزو او صنعتي چارو، ترافيک او سيلانۍ له لارې په بريالۍ توګه له منځه وړل شوی. په دې برخه کې د چين لارې چارې او تجربې تر ۲۰۳۰م کاله پورې د ملګرو ملتونو د پر له پسې پرمختګ موخه د تر سره کولو لپاره ډېر اهميت لري، نو د چين کارونه او تجربې د ملګرو ملتونو د سرمنشي لخوا وساتل شوې.

هر هېواد بايد د خپل هېواد د حالاتو له مخې د بې وزلۍ د له منځه وړلو چارې تر سره کړي او د دغو چارو پياوړتيا د ټولې ټولنې دنده ده. چين غواړي له نورو هېوادونو سره خپلې تجربې شريکې کړي، څو د ټولې نړۍ ګډ پرمختګ پياوړې کړي.