د مصرفي توکو لومړی نړيوال نندارتون برخوالو سوداګرو د دغه نندارتون ستاينه وکړه
CRI2021-05-11 14:34:32
شريکول:

د مصرفي توکو لومړی نړيوال نندارتون د مې په لسمه نېټه د چين د های نان ولايت په مرکز های کو ښار کې تر سره شو او د نړيوال مصرفي بازار او د تشويق او د نړيوال اقتصاد د احيا او پرمختګ په برخو کې يې رغنده رول لوبولی دی. دغه نندارتون ګډونوالو شرکتونو او سوداګرو ويلي چې له دې نندارتون څخه يې ګټور معلومات تر لاسه کړي او خپل باور يې لا ټينګ کړی دی. ګډونوالو چيني شرکتونو د دغه نندارتون له لارې د چين د ښه کيفيت توکي نړۍ ته ښودلي دي.

د اومرون په نوم د روغتيايي او طبي توکو توليدي شرکت په نوموړي نندارتون کې د خپلو ټولو ډولونو توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي. په چين کې د دغه شرکت د مارک ستراتيژيکي مرکز مسؤلې وانګ ينګ وويل،

(( چيني بازار د نړيوالو بازارونو د احيا د هڅولو لپاره ډېر مهم رول لري. په چين کې د کرونا وبا په ښه توګه کنترول شوې ده. له تېر کال څخه ګڼ شمېر توليدات په دا ليانګ کې زموږ په فابريکه کې  توليد او د نړۍ مختلفو ځايونو ته صادر شوي دي. ))

په چين کې د ارطباتاتو چارو په اړه د شيشېدو په نوم د ښکلا او سينګار شيانو جاپاني شرکت مرستيالې مشرې انري ناکاهارا وويل،

(( په داسې حال کې چې کرونا وبا په نړۍ کې روانه ده،  د چين حکومت د وبا د وقايې او کنترول او د کار او توليدي چارو د دوباره پيل په برخو کې تر ټولو اغېزمن تدبيرونه نيولي دي چې له امله يې د دغه هېواد کورنی وضعيت آرام او ډاډمن دی، زموږ په شان بهرني شرکتونه د دغه کار ستاينه کوي او په چين کې يې د کار و بارونو د پرمختګ په اړه خپل باور لا ټينګ کړی دی. د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر د عمومي پلان له خپرېدو وروسته د مصرفي توکو لومړی نړيوال نندارتون دلته تر سره شوی، نو موږ د های نان بازار د آيندې په اړه لا ټينګ باور لرو او هيله لرو چې د های نان د نويو تګلارو په رڼا کې له دغې سيمې سره پرمختګونه تر لاسه کړو. ))

د مصرفي توکو لومړي نړيوال نندارتون د چيني شرکتونو لپاره نړيوالو بازارونو ته د ورپېژندلو ښه صحنه بلل کيږي.  د غېر مادي کلتوري اثارو په اړه د شينجيانګ د ايلي د يو سوداګريز مارک بنسټګرې چن پينګ د خپل شرکت د ستنې خامک کارۍ توليدات دغه نندارتون ته وړاندې کړي چې دغه اثار قومي ځانګړتيا لري. د هغې په اند دغه نندارتون ګډونوالو ته د شينجيانګ د غېر مادي کلتوري اثارو معلومات ورکړي او نورو زياتو هېوادونو ته د چين د غېر مادي کلتوري اثارو توليدات معرفي کړي دي.

(( له دوو بهرنيو شرکتونو سره مو همکاريزې اړيکې ټينګې کړي دي چې يو روسي شرکت دی، خاوند يې ۳ ځلې زما غرفې ته راغلی، هغه غواړي د نماينده په توګه زما توليدات په روسيه کې وپلوري؛ بل همکار په قزاقستان کې له ماليې معاف دوکان خاوند دی، هغه زموږ له توليداتو سره علاقه لري او زموږ د استازي په توګه صلاحيت غواړي، موږ د همکارۍ  سپارښتنې ته رسيدلی يو. دغه نندارتون زموږ لپاره  ډېر ښه ډګر او سرچينه برابره کړې ده. ))

د ډيلويټي (Deloitte) په نوم محاسبې کمپني  چې د مجاسبې له لومړنيو څلورو لويو نړيوالو کمپنيو څخه ده،د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر راتلونکي پرمختګ ته په کتو په ځانګړي ډول د چين د ازادو سوداګريزو سيمو  د خدمتونو لپاره د دې کمپنۍ مرکز جوړ کړی دی. د دغه مرکز مسؤل يان له چينګ وويل،

(( ګڼ شمېر نړيوال شرکتونه او د بهرنيو پانګو تصدۍ های نان ته رسيدلي دي. د دغې سيمې تګلارې په نړۍ کې هم پرمختللې دي. د تګلارو په ملاتړ بايد اړوندې زمينې لا بشپړې شي، د بېلګې په توګه په های نان کې دې کارپوهان، متخصص کسان وروزل شي او نور زيات وګړي  دې دلته راجلب شي. که دغه کارونه تر سره شي، د هان نان د ازادې سوداګرۍ بندر ابادي به اوچته او نوې مرحلې ته ورسيږي. ))

د چين د سوداګرۍ د هڅولو ټولنې څېړنيز انستېتيوټ مرستيالې جاو پينګ د چين مډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې وويل، چې په دغه نندارتون کې د چيني او بهرنيو شرکتونو ترمنځ د معلوماتو تبادلې په تيره بيا د اخيستونکو سوداګرو ترمنځ تګ راتګ د نړيوالو بازارونو د پراختيا لپاره ګټور دي او په دې بهير کې زيات ښه توليدات نړۍ ته ورپېژندل شوي او د خرڅلاو لارې يې پراخې شوې دي.