د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م د امنيت شورا نوبتي رئيس او په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون د مې په ۱۰مه نېټه يوه مطبوعاتي وينا خپره کړه او پکې يې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د مې د ۸مې نېټې د يو لړ ترويستي بريدونو سخته غندنه وکړه.
جانګ جون د امنيت شورا د غړو هېوادونو په استازيتوب په افغانستان کې د خونړيو پېښو د زياتېدو او عامو خلکو ته د زياتې مرګ ژوبلې د اوښتلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او غوښتنه يې وکړه چې بايد د زورزياتي مخنيوی وشي او د عامو خلکو امنيت دې وساتل شي.
( سپوږمۍ)