نړيوال غواړي د امريکا واقعي فعاليتونه وګوري
CRI2021-05-12 15:03:06
شريکول:

په دې وروستيو ورځو کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې هکله يوه ليکنه خپره کړه چې د امريکا د حکومت د کرونا وبا ضد د واکسين د پوهنې ملکيت حق د ساتنې د معافولو له چارو څخه ملاتړ کوي. په دغه متن کې ليکل شوي، دا د کرونا وبا د کنټرول لپاره اغيزمنه لاره نه ده، خو د انتخابوونکو پاملرنې راجلبولی شي. د زيات شمېر نړيوالو څيړونکو په اند د امريکا د دغې څرګندونې په اړه واقعي فعاليتونه او عملي کول يې لا تر اوسه نه ليدل کيږي او يوې سياسي نندارې ته ورته دی.

د کرونا وبا ضد د واکسين د پوهنې ملکيت حق د ساتنې د معافولو کار د روغتيا نړيوال سازمان ۱۶۴ غړو لخوا د تړون پر بنسټ خبرو اترو او ګډو نظريو ته اړتيا لري. هغه کسان چې د روغتيا نړيوال سازمان په هکله ډېر معلومات لري، دېته اشاره کړي چې دغه خبرې اترې ډير اوږد وخت ته اړتيا لري. نو هغه خبرې اترې څنګه کولی شي د کرونا وبا ضد بيړنۍ مبارزې په حلولو کې مرسته کولی شي؟ د اروپايي ټولنې د کميټې رئيس ورسولا ون دير لين ويلي، اوس دا بيړنۍ دنده ده چې د کرونا وبا ضد واکسين دې په کافي توګه شي او په عادلانه توګه دې وويشل شي، خو د کرونا وبا ضد د واکسين د پوهنې ملکيت حق د ساتنې د معافولو مسئله نه. د امريکا ياده څرګندونه له واقعيتونو سره سمون نه لري.

اوسمهال د کرونا وبا ضد واکسين د بحران مسئلې لامل د پوهنې ملکيت حق مسئله نه ده، خو د واکسين ملي خود پرستي ده. د امريکا حکومت د ملي دفاع د توليداتو د قانون له مخې د واکسين توليدوونکو سوداګرو ته وضع کړي چې بايد د دغه هېواد په دننه کې قراردادونه عملي کړي. د کرونا وبا ضد هغه واکسين چې په امريکا کې توليديږي، نسبتاً سل په سلو کې ټول د امريکايانو لپاره دی، نو په شتمنو هېوادونو  کې د دغه واکسين د ډېر زېرمه کولو او په بې وزلو هېوادونو کې د واکسين د نه شتوالي مسئله رامنځته شوې ده. لا سخته خبره دا ده  چې امريکا تل نورو هېوادونو ته د دغه واکسين د توليد لپاره اصلي موادو د صادراتو مخنيوی کوي چې د کرونا وبا ضد په نړيوالو همکاريو کې يې زيات خنډونه جوړ کړي دي.

د يوې بې اغيزه خبرې په اړه نړيوال غواړي د امريکا واقعي فعاليتونه په عمل کې وګوري. تر اوسه پورې چين  څه دپاسه اتياوو پرمختيايي هېوادونو  ته واکسين برابر کړی او څه د پاسه پنځوسو هېوادونو ته يې واکسين صادر کړی دی. څه موده مخکې د روغتيا نړيوال سازمان د چين د سينو فارم واکسين په هغه لېست کې شامل کړ  ورته يې اجازه ورکړه چې په بيړني حالت کې استفاده کېږي، له دې څخه څرګنديږي چې د چين واکسين د ټولې نړۍ لپاره خدمت کوي.

اوسمهال په ځينو هېوادونو کې د کرونا وبا لا هم له کنټرول نه وتلي حالت کې ده. په دې بيړني حال کې د کرونا وبا ضد په مبارزه کې نمايشي کار او خبرو ته اړتيا نه شته. د امريکا سياستوال بايد سياسي نندارې ختمې کړي او نورو هېوادونو ته د واکسين پر صادراتو محدوديت دې لغوه کړي او له نورو هېوادونو سره دې لازمې مرستې وکړي.