د چين د بهرنيو چارو وزارت: بهرني ځواکونه بايد په منظمه او مسئولانه توګه له افغانستان څخه ووځي
CRI2021-05-12 19:10:37
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د مې په دوولسمه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، د چين په اند، بهرني ځواکونه دې په منظمه او مسئولانه توګه له افغانستان څخه ووځي او په بيړني او نامسئولانه توګه  وتل يې د دغه هېواد کې د سولې پر بهير  منفي اغيزه کوي.

په همدې ورځ د چين او د منځنې اسيا د پنځو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په دويمه غونډه کې د بېلا بېلو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ځانګړې توګه د افغانستان د اوسنيو حالاتو او د دغه هېواد د ګاونډيو هېوادونو د رول په هکله بحثونه وکړل او د افغانستان د مسئلې په هکله يې ګډه اعلاميه خپره کړه چې مهمو توافقونو ته رسېدلي.

هوا چون ينګ ويلي، اوسمهال د افغانستان حالات د نړيوالې ټولنې ډېره پاملرنه جلب کړې. د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يې پرون د ازبکستان او  تاجکستان په شمول د څو هېوادونو له خارجه وزيرانو سره د خبرو اترو په ترڅ کې د افغانستان د مسئلې په هکله د چين دريځ بيان کړ. چين دري فقره ايز وړانديز هم وکړ.