د نفوس وړتيا لا هم د چين د پرمختګ ګټور بنسټ دی
cri2021-05-12 14:41:43
شريکول:

چین د مې په ۱۱مه نېټه د اووم ځل سرشمېرنې نتيجه خپره کړه چې له مخې يې تر ۲۰۲۰ کال پورې په چین کې د نفوس شمېر 1.41 مليارډو ته رسېدلی او کابو د نړۍ د نفوس په عمومي شمېر کې ۱۸ سلنه نيسي چې لومړی مقام لري. برسيره پر دې، په چين کې د کارپوهانو او متخصصو کسانو شمېر ډېر زيات شوی او په دې توګه به د چين د پرمختګ او ودې بنسټ لا مخ په کلکېدو اوسي.

د لوېديځو هېوادونو رسنيو په چین کې د نفوس بدل تمایل په اړه دا غلط او ناسم نظر لري چې په چين کې د ماشومانو د زېږېدنې اندازه مخ په ټيټېدو او د زړو کسانو شمېر د زياتېدو په شمول له دوو ستونزو سره مخ دی او له دې امله ښايي د چين  اقتصادي پرمختګ ورو او کمزوری شي. خو د يادې سرشمېرنې نتيجه د دې ښودنه کوي چې واقعي حالت د اندېښنې وړ نه دی.

په تېرو لسو کلونو کې د چين نفوس ۷۲ مليونه، ۶۰ زره زيات شوی، په دې جمله کې د هغو ځوانانو شمېر چې عمرونه يې ۰-۱۴ کلونه دي، ۳۰ مليونه، ۹۲۰ زره زيات شوي. اوس په چين کې د هغو کارکوونکو شمېر چې عمرونه يې د ۱۶-۵۹ کلونو ترمنځ دي، ۸۸۰ مليونه دي، نو د کارګرو سرچينه ډېره بشپړه او شتمنه ده، د نفوس منځنی عمر 38.8 کلنۍ کې دی چې د امريکا په شان دی.

ايا چين لا هم د نفوس وړتيا لري؟ ځواب يې مثبت دی، که څه هم په راتلونکی کې به د چين د نفوس زياتوالی د بېلا بېلو عواملو له امله ورو شي، خو تر اوسه اوج ته د نفوس د رسېدو وخت نه شي تائيدېدلی، په چين کې د نفوس بحران په اړه نظر بيخي بې ځايه دی.

د يادې سرشمېرنې نتيجه هم د دې ښودنه کوي چې د چين د نفوس په جوړښت کې ځيني مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي. د مثال په توګه، د کارګرو په منځ کې ۳۸۵ مليونه کسان لږ تر لږه د منځني ښوونځي د دوهمې مرحلې تعليم تر سره کړی او د عمومي شمېر 43.79 سلنه نيسي، دغه شمېر د ۲۰۱۰ کال په نسبت 12.8 فيصده زيات شوی. په تېرو لسو کلونو کې د چين په ښارونو او ولسواليو کې د دايمي اوسېدونکو شمېر 236 مليونه تنه زيات شوی، د کار لپاره د ولايتونو ترمنځ د تګ راتګ کسانو شمېر 70 سلنه لوړ شوی. دا ټول د دې ښودنه کوي چې د نفوس جوړښت بدلون د چين د باکيفيته پرمختګ له تمايل سره سمون لري. د نفوس وړتيا ګام په ګام د کارپوهانو او متخصصو کسانو په وړتيا بدلېږي او دغه راز به په چين کې د نفوس زياتوالي وړتيا دوام ولري.

دا واقعیت هم دی چې د چين نفوس زياتوالي په مخ کې سختې ستونزې هم موجودې دي. مثلاً د زېږون اندازه یوازې 1.3 ده کومه چې دا په ټيټه سويه کې ده، د هغو زړو کسانو شمېر چې عمرونه يې له ۶۰ کالو زيات دي، له 260 مليونو څخه اوښتي دي او په عمومي نفوس کې 18.7 سلنه نيسي، نو د وګړيو د زړښت حالت لا سخت دی.

په حقيقت کې د زېږون اندازې ټيټېدل او د کسانو د زړښت سرعت چټکېدل د ټولې نړۍ پر مخ ګډې ستونزې دي او چين اوس د دغو ستونزو د ليرې کولو لپاره د وړاندوينې لپاره تياريانې نيسي. د مثال په توګه، د چين حکومت د زړو کسانو لپاره ځانګړي توليدات او خدمتونه طرحه او برابروي، هغه زاړه کسان هڅوي چې عمرونه يې د ۶۰ -۶۹ کلنونو تر منځ دي، په دوامداره توګه دندې او کارونه ترسره کړي.

په تېرو لسګونو کلونو کې د چين په اقتصادي پرمختګ کې تر لاسه شوي ستر برياليتوبونه د اغېزمنو تګلارو نتيجه ده او دا د نفوس له ښې وړتيا سره هم نږدې تړاو لري. اوس په چين کې د ښاري کېدو بهير د چټکوالي په حال کې دی ، د دې هېواد لوی نفوس او د کارکوونکو د وړتيا لوړېدل د پانګونو او اړتياوو د زياتېدو په برخه کې قوي رول لوبوي، دا د چين د اقتصاد او ټولنې له پرمختګ څخه  يو پياوړی ملاتړ دی او د نړيوال اقتصاد لپاره د ثابت پرمختګ بنسټ په رامنځته کولو کې مهم او اغېزمن رول لري.