نړيوال غواړي د امريکا رښتينې کړنې وګوري
CRI2021-05-13 16:19:39
شريکول:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې وروستيو ورځو کې د هغه خبر په اړه، چې د امريکا حکومت د کرونا وبا ضد واکسين د پوهنې ملکيت حق د ساتنې د معافولو له چارو څخه ملاتړ کوي، يوه ليکنه خپره کړې او پکې يې ليکلي چې (( دا کار د کرونا وبا د کنټرول لپاره اغيزمنه لاره نه ده، خو د رايې ورکوونکو پاملرنې راجلبولی شي.)) د زياتو نړيوالو څيړونکو په اند، د امريکا د دغې څرګندونې په اړه رښتينې کړنې او عملي کول يې لا تر اوسه نه تر سترګو کيږي او يوې سياسي نندارې ته ورته دي.

د کرونا وبا ضد واکسين د پوهنې ملکيت حق د ساتنې د معافولو کار د روغتيا نړيوال سازمان د ۱۶۴ غړو د تړون پر بنسټ خبرو اترو او هوکړې ته اړتيا لري. د دغه شان پيچلو مسئلو ته په کتو امريکا څرګنده کړې، چې اړوندې خبرې اترې وخت ته اړتيا لري. هغه کسان چې د روغتيا نړيوال سازمان په هکله ډېر معلومات لري، دې ته اشاره کړې چې دغه خبرې اترې ښايي اوږد وخت ته اړتيا ولري. دغسې خبرې اترې څنګه کولی شي د کرونا وبا ضد بيړنيو ستونزو په حلولو کې مرسته وکړي؟  ايا امريکا د کار د عملي کولو مسئله په نظر کې نه نيسي او د سياسي موخې لپاره يې نه عملي کېدوونکې څرګندونې کړې؟

په دې وروستيو کې د اروپايي ټولنې په يوه سرمشريزه غونډه کې ګډونوال اروپايي مشران د کرونا وبا ضد واکسين د پوهنې ملکيت حق د ساتنې د معافولو کار د ځنډېدو په اړه د نظريو يووالي ته رسيدلي دي. د اروپايي ټولنې د کمېسيون مشره ورسولا ون دير لين ويلي، اوسمهال د کرونا وبا ضد د واکسين د پوهنې ملکيت حق د ساتنې د معافولو مسئله اړينه نه ده، بلکې د دغه واکسين د کافي عرضې او عادلانه وېش تضمين تر ټولو مهم او بېړنی کار دی. د امريکا څرګندونې له واقعيتونو سره سمون نه لري.

اوسمهال د کرونا وبا ضد واکسين د بحران د رامنځته کېدو لامل د پوهنې ملکيت حق مسئله نه ده، بلکې د واکسين ملي خود پرستي مهمه مسئله ده. د امريکا حکومت د ملي دفاع د توليداتو د قانون له مخې د واکسين له توليدوونکو کمپنيو څخه غوښتنه کوي چې بايد لومړی د دغه هېواد په دننه کې قراردادونه عملي کړي. د کرونا وبا ضد هغه واکسين چې په امريکا کې توليديږي، نسبتاً سل په سلو کې د امريکايانو لپاره دی او يوازې د ګوتو په شمېر يې مکسيکو او کاناډا ته صادريږي، چې له امله يې په شتمنو هېوادونو کې د دغه واکسين د ډېرې زېرمې او په بې وزلو هېوادونو کې د واکسين د نه شتوالي حالت رامنځته شوی دی.

د امريکا لا سخته کړنه دا ده، چې نورو هېوادونو ته د دغه واکسين د توليد لپاره د داومو موادو د صادراتو مخنيوی کوي او د کرونا وبا ضد په نړيوالو همکاريو کې يې زيات خنډونه جوړ کړي دي. په تيره مياشت کې د هند د تر ټولو لويې واکسين توليدوونکې کمپنۍ اجراييوي مشر ادار پوناوالا پر ټولنيزې رسنۍ د يو پوست له لارې د امريکا له ولسمشر جوبايډن څخه وغوښتل، چې د اومو موادو پر صادراتو بنديز لغوه کړي، څو د واکسين توليدي اندازه لوړه شي.

د يوې بې اغيزې خبرې په پرتله نړيوال واقعي فعاليتونو ته اړتيا لري. چين د واکسين په چارو کې څه کړي دي؟  تر اوسه پورې چين څه دپاسه اتياوو پرمختيايي هېوادونو  ته مرستندويه واکسين برابر کړی او څه د پاسه پنځوسو هېوادونو ته يې واکسين صادر کړی دی. د روغتيا نړيوال سازمان څه موده مخکې د چين د سينو فارم واکسين د بيړني حالت ضد د استفادې په لېست کې شامل کړ. دا ښيي چې د چين واکسين د ټولې نړۍ لپاره دی او د نړيوالو په خدمت کې دی.

اوسمهال په ځينو هېوادونو کې د کرونا وبا لا هم له کنټرول وتلي حالت کې ده. په داسې بېړنيو حالاتو کې د کرونا وبا ضد مبارزې کې نمايشي کارونو او خبرو ته اړتيا نه شته. د امريکا سياستوال بايد سياسي نندارې ختمې کړي او نورو هېوادونو ته د واکسين پر صادراتو دې محدوديتونه لغوه کړي او له نورو هېوادونو سره دې لازمې مرستې وکړي.