شي جين پينګ د هه نان ولايت له نان يانګ څخه ليدنه وکړه
CRI2021-05-13 10:06:00
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د مې په دوولسمه نېټه د دغه هېواد د هه نان ولايت له نان يانګ ښار څخه ليدنه وکړه. نوموړي د همدې ورځې له غرمې وروسته د مشهور فقيد ډاکټر جانګ جونګ جينګ له قبر څخه ليدنه وکړه. جانګ جونګ جينګ شاو خوا يو زر او اته سوه کاله مخکې د چين يو مشهور ډاکټر و او د عنعنوي چيني طبي چارو او طبي بوټو د پرمختګ لپاره يې ډېر خدمتونه کړي. شي جين پينګ ورپسې په نان يانګ ښار کې د چيني ګلاب له پارک او د (( ای څاو )) په نوم د چيني بوټو له توليدي شرکت څخه ليدنې وکړې او هلته يې په دې اړه معلومات تر لاسه کړل چې له ځايي سرچينو څخه په استفادې ځانګړی صنعت پرمختګ کړی او د ځايي خلکو لپاره يې دندې برابرې کړي دي.