هوا چون ينګ: په چين کې د نفوس بحران په اړه د لوېديځو هېوادونو غلطې او ناسمې ويناوې به د واقعیتونو لخوا رد شي
cri2021-05-13 11:06:00
شريکول:

 

  لوېديځو رسنيو په دې وروستيو ورځو کې په چين کې د نفوس بحران په اړه ډېرې ناسمې ويناوې خپرې کړې. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د مې په ۱۲مه نېټه په يوه خبري ناسته کې په دې اړه وويل، لوېديځې رسنۍ تل د چين د پرمختګ په هره کليدي مرحله کې د چين ضد ډېرې ارزونې او وړاندوينې کړې، خو د واقعيتونو لخوا دغه ټول دروغ ثابت شوې. 

مېرمن هوا چون ينګ وويل، د اقتصاد او ټولنې له دوامدار پرمختګ سره، د زېږون ټيټه اندازه د زياتره پرمختللو هېوادونو پر وړاندې يوه ګډه ننګونه ده او ښايي په راتلونکی کې د چين پر وړاندې هم ستونزه وي. پر اقتصاد او ټولنې د نفوس بدلون د اغېزې په اړه بايد منطقي نظر غوره شي. چين د عصري سوسيالیستي هېواد د هراړخيزې جوړونې پروسه پيل کړې او د خپل ځانګړتيا لرونکي پرمختګ پر لارې به ټينګار وکړي. هيله ده چې د چين ضد ډول ډول ګونګسې جوړونکې به د چينايانو په شان سالم او نيکمرغه ژوند ولري. (هيله)