د شينجيانګ چارو په اړه د ځينو لويديځو هېوادونو تبليغ پر ضد د چين د بهرنيو چار وزارت څرګندونه
CRI2021-05-14 11:15:25
شريکول:

د ګوتو په شمېر لويديځو هېوادونو او غېر حکومتي سازمانونو په دې وروستيو کې د چين پر شينجيانګ د تورونو د لګونو ګڼ شمېر خبرونه خپاره کړي دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د مې په ديارلسمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، دغو هېوادونو د چين ضد څو سازمانونه او وګړي راغونډ کړي او مزخرفې سياسي نندارې يې تر سره کړې دي، دوی به هرومره د خپلو ناسمو کړنو له امله شرميږي. چين پر نړيوالې ټولنې باور لري چې د دغو کسانو اصلي څېره به درک کړي.

د خبر له مخې، امريکا، بريتانيا، جرمني او څو غېر حکومتي سازمانونو د مې په دوولسمه نېټه د امريکا په نيويارک کې د چين د شينجيانګ د بشري حقونو په اړه انلاين غونډه تر سره کړه او پکې يې د شينجيانګ د تش په نوم نژادي تصفيې مسئلې په اړه تبليغ وکړ.