په ملګرو ملتونو کې د ځينو لوېديځو هېوادونو د چين ضد بې ځایه هلې ځلې د منلو وړ نه دي
cri2021-05-14 15:13:25
شريکول:

پر چين د ځينو لوېديځو هېوادونو تورونه تل پر دروغو ولاړ وي او خلک يې نه مني، خو بیا هم دوی خپلو بې ځایه کړنو ته دوام ورکوي.

امريکا، بريتانيا او جرمني له ځينو غيررسمي سازمانونو سره د مې په ۱۲مه نېټه د شينجيانګ د بشري حقونو په اړه يوه بې ځایه فرعي غونډه ترسره کړې ده. دوی په دغه غونډه کې ډېر درواغ او جعلي مالومات خپاره کړي او پر چين يې د ټولوژنې او جبري کار په شمول ځيني تورونه لګولي دي. په دغه غونډه کې د چين ضد فضا ډېره پياوړې او د چين د پرمختګ د مخنيوي شوم نيت ترې څرګندېده او شينجيانګ يې هسې یوه وسيله ګرځولې وه. د دوی دغه کړنه د ملګرو ملتونو له منشور څخه څرګنده سرغړونه وه او د ډېرو غړو هېوادونو لخوا هم رد شوې ده.

په حقيقت کې د شينجيانګ د مسئلې بنسټ له بشري حقونو سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې هلته د ترهګرۍ او توندلارۍ ضد مبارزه کيږي. که لوېديځ هېوادونه غواړي د بشري حقونو په پلمه پر چين تورونه لګوي، نو را دې شي، په شينجيانګ او په نورو هېوادونو کې د بشري حقونو حالات به سره پرتله کړو.

 لومړی به د کرونا وبا د کنټرول په اړه ووايو؛ په ملګرو ملتونو کې د چيني پلاوي وياند يوه شمېره خپره کړې، چې له مخې يې شينجيانګ څه باندې ۲۵ ميلیونه نفوس لري، تر اوسه د کرونا ۹۸۰ پېښې پکې ثبت شوي، ۹۷۷ تنه تر درمنلې وروسته بيا جوړ شوي او يوازې ۳ تنه مړه شوي دي. خو په امريکا کې نږدې ۶ لکه کسان د دې ويروس له امله مړه شوي، بريتانيا کې څه باندې ۱۲۰ زره او جرمني کې څه دپاسه ۸۰ زره کسان مړه شوي دي. دغه لوېديځ هېوادونه د خپلو اتباعو ژوند نه شي ساتلی، نو دوی څه حق لري، چې په شينجيانګ کې د بشري حقونو پر حالت نيوکې کوي؟

واقعیت دا دی، چې اوس په شينجيانګ کې اقتصاد او ټولنه د ثابت او ګړندي پرمختګ په حال کې دي، دوی دا نه شي زغملی، نو غواړي د يو لړ درواغو په جوړولو سره پر شينجيانګ تورونه ولګوي او له دې لارې د چين د پرمختګ په لار کې خنډونه جوړ کړي. د ګوتو په شمار هېوادونه د ملګرو ملتونو او د نړيوالې ټولنې استازيتوب نه شي کولی.

سږ کال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۶مه غونډه کې د سعودي او عربي متحده اماراتو په شمول څه باندې ۸۰ هېوادونو د شينجيانګ په اړه د چين له دريځ څخه ملاتړ څرګند کړ. څو ورځې مخکې د چين او منځنۍ اسيا د ۵ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ناسته کې، دغو هېوادونو د خپلو کليدي ګټو د ساتلو په موخه، له چين څخه کلک ملاتړ وکړ او د چين په کورنيو چارو کې د نورو هېوادونو له لاسوهنې سره يې مخالفت څرګند کړ.

په نړيواله ټولنه کې د شينجيانګ په اړه عادلانه اوازونه اوس مخ په زياتېدو دي، د استراليا، برازيل، سينګاپور او سويډن په شمول د ځينو هېوادونو رسنيو د مقالو په خپرولو سره په شينجيانګ کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې تر لاسه شوي برياليتوبونه ستايلي او د شينجيانګ په وسيله د چين د پرمختګ د مخنيوي په اړه يې د لوېديځو هېوادونو سياسي دوسيسه رد کړې ده. د امريکا کونټرپونچ (Counterpunch) ويبپاڼې په ليکنو کې دې ته اشاره شوې، چې په شينجيانګ کې د جبري کار او ټولوژنې په اړه هیڅ شواهد نشته او دا ټول درواغ دي.

د دغو ليکنو ليکوالان يو د بشري حقونو کارپوه او بل د نړيوالو قوانينو مشهور پروفيسر دی، دوی د شينجيانګ مسئلې په اړه مالومات تعديل او بيان کړي، چې نظرونه يې کافي سرچېنې او شواهد لري او د منلو وړ دي.

پروا نه لري، چې د امريکا په شمول لږ شمېر لوېديځ هېوادونه کوم ډول هلې ځلې کوي، د درواغو په بنسټ سياسي شوم نیتونه به يې هرومرو څرګنديږي او ماتې به خوري.