د چين د بهرنيو چارو وزارت د سپورټي چارو د سياسي کېدو له کړنو سره مخالفت څرګند کړ
CRI2021-05-14 11:28:29
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د مې په ديارلسمه نېټه د امريکايي سياستوالو د هغه کړنې په اړه چې غواړي د المپيک د ژمنيو لوبو له لارې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي، وويل چې چين د سپورټي چارو د سياسي کېدو له کړنو سره کلک مخالفت کوي.

هوا چون ينګ په همدې ورځ د چين د بهرنيو چارو وزارت په نوبتي خبري ناسته کې د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د بشري حقونو په برخه کې د امريکا ريکاډونه ډېر بد دي او اوسنۍ کړنې يې هم له شرمه ډکې دي، نو دغه هېواد د بشري حقونو په پلمه پر چين د بې بنسټه تورونو د لګولو صلاحيت نه لري او لومړی بايد خپلې تېروتنې وګوري. که په سپورټي چارو کې سياسي کنټرول رامنځته شي، اخر به د بېلا بېلو هېوادونو د لوبغاړو د عادلانه سيالۍ حق زيانمن شي. د امريکايي سياستوالو هغه کړنه چې غواړي د المپيک د ژمنيو لوبو له لارې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي، هرومره به ناکامه شي او د نړيوالې ټولنې له سختې غندنې او مخالفت سره به مخ شي.