د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مې په ۱۳مه نېټه چې له کوچني اختر سره برابره وه، په افغانستان کې د څو بمي بريدونو له امله ۹ تنه ولسي وګړي ووژل شول.
د کندهار ولايت د پوليسو وياند بارک زی رسنيو ته وويل چې په دغه ولايت کې په همدې ورځ د لارې تر څنګ دوه بمي بريدونه وشول چې له امله يې ۷ تنه ووژل او ۳ تنه نور ټپيان شول.
د کندوز ولايت د پوليسو وياند رحماني څرګنده کړه، په همدې ورځ د دغه ولايت پر يو موټر بمي بريد وشو چې له امله يې ۲ تنه ولسي وګړي ووژل او څه باندې ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
( سپوږمۍ)