شي جين پينګ د اوبو د لګولو پروژې په اړه وينا وکړه
CRI2021-05-15 11:23:19
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د څوارلسمې نېټې په سهار د هه نان ولايت په نان يانګ ښار کې د هېواد له جنوبي سيمې څخه شمالي سيمې ته د اوبو د رسولو پروژې په اړه د خبري ناستې مشري وکړه او پکې يې يوه وينا وکړه. نوموړي په خپله وينا کې وويل، دغه پروژه د ستراتيژيکي پرمختګ له عمومي وضعيت، دايمي پرمختګ او د خلکو د ګټو سره اړه لري. په چين کې د پرمختګ د نوې مفکورې تطبيق او د پرمختګ د نوي جوړښت ابادي د اوبو له سرچينو څخه مناسبې استفادې ته اړتيا لري. موږ بايد د وضعيت د بدلونونو او نويو دندو له مخې د معقولو اړتياوو، د چاپيريال د خونديتوب او دواملرونکي پرمختګ په اساس دغې پروژې ته پرمختګ ورکړو او د اوبو د سپما او استعمال کچه دې لوړه کړو.

شي جين پينګ په خپله وينا کې څرګنده کړه چې د دغې پروژې د ختيځې کرښې او د منځنۍ کرښې د لومړې پړاو له بشپړېدو او استعمال راهيسې شاو خوا د څه بانډې ۴۰ ميليارډو متره مکعب په اندازه اوبه د هېواد له جنوبي سيمې څخه شمالي سيمې ته رسول شوې دي چې دا کار د هېواد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او چاپيريال ساتنې لپاره مهم خدمتونه کړي دي.