چين: امريکا بايد په دې پوه شي چې د فلسطين خلکو ژوند هم ډېر ګران دی!
CRI2021-05-15 11:21:06
شريکول:

اوس د اسرائيل او فلسطين ترمنځ وضعه په دوامدار ډول د سختوالي په حال کې ده. چين د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د مې مياشتې نوبتي رئيسه هېواد په توګه، ډېرې هڅې يې کړې او د امنيت شورا دوه ځلې بېړنۍ سلامشورې تر سره کړې. خو د امريکا د خنډ له امله، په پای کې امنيت شورا بهر ته په دې اړه هيڅ نظر نه دی خپور کړی. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د مې په ۱۴مه نېټه وويل، امريکا د م م د امنيت شورا د هغو هڅو په وړاندې خنډونه جوړ کړي دي چې غواړي د اسرائيل او فلسطين ترمنځ د وضعې په اړه غږ پورته کړي. امريکا يو ځل بيا د نړيوالې ټولنې ضد دريځ غوره کړی دی.

هوا چون يينګ وويل، امريکا هميشه ادعا کوي چې د مسلمانانو بشري حقوقو په اړه ډېره پاملرنه کوي. دا چې اوس د اسرائيل او فلسطين ترمنځ جنجالونو يو ځل بیا زور اخيستي، د فلسطين ګڼ شمېر مسلمانان په جنګونو کې ايسار کړی شوي دي، خو امريکا د دوی د ژوند حالت په اړه سترګې پټې کړې دي او حتی په دې برخه کې خنډونه هم اچوي. د امريکا هدف څه دی؟ دغه هېواد بايد په دې پوه شي چې د فلسطين خلکو ژوند هم ډېر ګران او ارزښتناک دی!