۲۱ کلنه کېلبينور قربان د شينجيانګ د يو شرکت مشره ده
cri2021-05-15 15:40:34
شريکول:

د شينجيانګ د تورپان يوه اوسېدونکې پېغله کېلبينور قربان اوس ۲۱ کلنه ده. هغه په ۲۰۲۰ کال کې د شينجيانګ د تورپان مسلکي کالج د الکترونيکۍ سوداګرۍ رشتې څخه فارغه شوې او د همدې کال په جون مياشت کې د خپل پلار په شرکت کې يې کار پيل کړی. په نومبر مياشت کې يې د دې شرکت مشره وګرځېدله.

دغه شرکت په عمومي توګه د ايدلايس ورېښمينو توکرانو، غالۍ او د نورو منسوجاتو د ډيزاين، توليد او خرڅلاو چارې تر سره کوي او هر کال عايدات يې ۱۵ مليونو يوانو ته رسېږي. کېلبينور قربان هيله لري چې د نورو لا زياتو کسانو لپاره کارونه او دندې برابرې کړي او په عين وخت کې د غاليو لرغوني او عنعنوي تخنيکونه خپاره کړي.