ولې بهرنۍ پانګونې په ګړندي توګه چین ته داخليږي؟
cri2021-05-15 14:30:11
شريکول:

د روسيې خبري اژانس په دې وروستيو ورځو کې يوه مقاله خپره کړه چې عنوان يې دې په چين کې پانګه اچونه ګټوره ده. په دغه مقاله کې ويل شوي چې د چين له خوا د بهرنۍ پانګونې د جذب پروسه په ګړندۍ توګه دوام لري. د مې په ۱۳مه نېټه د چين د سوداګرۍ وزارت له خوا خپره شوې تازه شمېرنې دا نظر تائيد کړی.

د چين د سوداګرۍ وزارت له شمېرنې سره سم ، د روان کال په لومړنيو ۴ مياشتو کې په چين کې د نويو بهرنيو تصديو شمېر ۱۴۵۳۳ ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۰ اعشاريه ۲ سلنه زيات شوی او د ۲۰۱۹ کال د همدې مودې په پرتله يې ۱۱ اعشاريه ۵ سلنه زيات شوی دی. د روان کال په لومړنيو ۴ مياشتو کې د چين لخوا د واقعي لګول شويو بهرنيو پانګو اندازه ۳۹۷ ميلیارډو ۷۰ مليونو يوانو ته رسېدلې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۸ اعشاريه ۶ سلنه زياته شوې او د ۲۰۱۹ کال د همدې مودې په پرتله ۳۰ اعشاريه ۱ سلنه زياته شوې ده. 

له دې څخه څرګندېږي چې د چین له خوا د راجلب شوې بهرنۍ پانګونې په اندازه کې د ۲۰۱۹ کال پرتله هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. په حقیقت کې ، چین په دې وروستيو کلونو کې د نړیوالې مستقیمې پانګونې (FDI) د راتلو لپاره یو مهم ځای دی. په دې وروستيو ورځو کې د اقتصاد د همکارۍ او پرمختګ سازمان له خوا د خپرو شويو معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې د نړۍ FDI  له ۱۵ کلونو څخه راټیټ شوی او چین د امريکا پر ځای په نړۍ کې  د پانګونې تر ټولو لوی هدف ګرځېدلی دی. دا د چیني بازار جذابیت ښودنه کوي.

چین نه یوازې ډیرې لویې پروژې راجلب کړې ، بلکې د پانګونې د راجلبولو جوړښت يې هم په دوامداره توګه اصلاح کړی. د روان کال په لومړنيو ۴ مياشتو کې د چين د خدماتو صنعت کې

د واقعي لګول شويو بهرنيو پانګو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۶ اعشاريه ۸ سلنه زياته شوې کوم چې د اقتصادي پرمختګ له اوسني رجحان سره سمون لري. په عين وخت کې، د لوړې ټېکنالوژۍ صنعت لخوا د راجلب شوې بهرنۍ پانګونې اندازه هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۹ اعشاريه ۱ سلنه زياته شوې. دا په ګوته کوي چې د ټېکنالوژۍ  د نوښت په برخه کې د چین پراخه امکانات د نړیوالو پانګوالو پام ځانته اړوي.

ولې زياتې بهرنۍ پانګونې په چین کې، په ځانګړي توګه د چین لوړې ټېکنالوژۍ په چارو کې اچول شوې؟ تر ټولو لوی جذابیت يې دا دی چې چین د ټول صنعت ځنځير غوره والی، د تخنیکي نوښت ځواک ، د بشپړ لوژیستیک سیسټم او پراخه بشري سرچینې لري. دا نه یوازې د بهرنیو شرکتونو عملیاتي لګښتونه په لویه کچه کموي ، بلکې اقتصادي پرمختګ ته د نوښت خوځنده ځواک هم برابروي.

په ګرده نړۍ کې د کرونا وبا او د اقتصاد بیرته راستنیدو احتمالاتو ناڅرګندتیا له امله ، چین لاهم د بهرنۍ پانګوونې په راجلبولو کې ننګونو سره مخ دی. خو چین ورخلاصون ته دوام ورکوي او بې له شکه په نړۍ کې د بهرنۍ پانګوونې د راجلبولو په برخه کې د سیالۍ ښه توان لري.