د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين تل د وبا ضد موادو اخيستلو په برخه کې د هند لپاره اسانتياوې برابروي
CRI2021-05-15 11:13:37
شريکول:

 د چین د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د مې په ۱۴مه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې وويل، په هند کې د کرونا وبا د نوي پړاو خپرېدو راهيسې، چين تل چيني کمپنۍ دېته هڅوي چې د وبا ضد موادو د اخيستلو په برخه کې د هند لپاره اسانتياوې برابرې کړي.

هوا چون يينګ وويل، د چين اړوند ارګان اوس په دې بوخت دی چې په چين کې د موادو د انتقال په برخه کې د هند لپاره اسانتياوې برابرې کړې. چين په اپريل کې په عمومي توګه هند ته د تنفس او اکسيجن جوړوونکي ۲۶ زره ماشينونه، د څارنې او پالنې ۱۵ زره ماشينونه او ۳۸۰۰ ټنه دوا صادره کړې ده. د چين اړوندې کمپنۍ به د هند له غوښتنې او سپارښتنې سره سم له ۷۰ زرو څخه زيات اکسيجن جوړوونکي ماشينونه توليد کړي او اوس اړونده تصدۍ په توليدي چارو بوخته ده. د دې تر څنګ، سږکال اړوندو چيني کمپنيو هند ته د کرونا ضد واکسین څه باندې ۱۰ ټنه خام مواد برابر کړي او ۲۰ ټنه نور به ژر چمتو او ورکول شي.