د اسرائيل ملي دفاعي پوځ د مې په ۱۵مه نېټه په يوه اعلاميه کې وویل، د دې هېواد جنګي الوتکو د همدې ورځ په ماښام په غزه کې پر يوې څو پوړيزه ودانۍ هوايي بريد وکړ. کوم چې د ډېرو رسنيو د خبر له مخې، په دې ودانۍ کې د اسوشيتېټ پرېس او الجزيره په شمول د يو شمېر رسنيو ځايي دفترونه وو.
د اسرائيل ملي دفاعي پوځ وويل، په ياده ودانۍ کې د حماس د استخباراتي ادارې پوځي مواد او د يو څو رسنيو دفترونه شته وو. د اسرائيل د ملي دفاعي پوځ وياند وويل، رسنۍ د دې بريد هدف نه دي، دغه ودانۍ د دوی لپاره پوځي هدف و.
د خبر له مخې، له هوايي بريد څخه يو ساعت مخکې، د اسرائيل پوځ عامو خلکو ته خبرداری ورکړی و چې ژر تر ژره له دې ودانۍ څخه او شاوخوا څخه ووزي. تر اوسه پورې په دې ځای کې د هيڅ مرګژوبلې خبر نه دی ورکول شوی.