چين د سيارو ستوريو د اکتشاف په برخه کې په نړۍ کې مخکښ ځای نيولی دی
CRI2021-05-16 14:34:11
شريکول:

د مې د پنځلسمې نېټې په اوو بجو او اتلسو دقيقو د تيان ون لومړي نمبر په نوم د مريخ څېړنيزه دستګاه په بريالۍ توګه د مريخ د اوتوپيا هوارې سيمې په جنوب کې په ټاکلي ځای کې کوزه شوه. دا د چين لومړی ځل دی چې د مريخ د اکتشاف او پلټنې لپاره څېړنيزه دستګاه يې د مريخ پر سطحې باندې ښکته کيږي.

 تر اوسه پورې نوموړې دستګاه په فضا کې د ۲۹۵ ورځو لپاره مزل کړی او له ځمکنۍ کرې څخه ۳۲۰ مليونه کيلومتره ليرې ده. د ليرې واټن له امله که له ځمکنۍ کرې څخه يوه اشاره وليږل شي، د تياو ون لومړي نمبر څېړنيزه دستګاه به له اتلسو دقيقو وروسته دغه اشاره تر لاسه کړي. ځکه د ښکته کېدو پروسه بايد په نهو دقيقو کې بشپړه شي او وخت يې ډېر لنډ دی، نو دغه دستګاه اړتيا لري چې پخپله دغه کار  تر سره کړي، د کرې پر سطحې باندې د قوماندې او کنترول اداره په دغه پروسه کې لاس نه لري.

بر سيره پر دې، د ښکته کېدو پروسه ډېره پېچلې ده او پکې د ځنځير په شان له زياتو برخو څخه جوړه ده، که په يوه کومه برخه کې ستونزه رامنځته شي، د ښکته کېدو کار به ناکامه شي. د ښکته کېدو په بهير کې د سرعت ورووالی، د پراشوټ (parachute ) پرانيستنې او په هوا کې د ځړېدو په حال کې د ښکته کېدو د خوندي ځای د پيدا کولو په شمول د پروسې بېلا بېلې برخې له ننګونو ډکې دي. د تيان ون لومړي نمبر څېړنيزه دستګاه له ټولو خطرونو او ننګونو څخه تيره شوې او په بريالۍ توګه يې د ښکته کېدو دنده تر سره کړې ده.

د ژو ژونګ په نوم د مريخ ربوټ د نوموړي څېړنيزې دستګاه يوه برخه ده چې عمومي وزن يې ۲۴۰ کيلوګرامه، اوږدوالی يې ۳ اعشاريه ۳  متره، سور يې ۳ اعشاريه ۲ متره او عمومي لوړوالی يې ۱ اعشاريه ۸۵ متره دی او ۶  څرخونه لري. د لمريزې انرژۍ بتري د دغه ربوټ د خوځنده ځواک سرچينه ده چې د طرحې له مخې د کار عمر به يې د مريخ دريو مياشتو يعنې د کرې ۹۲ ورځو ته ورسيږي. دغه ربوټ به د مريخ پر سطحې باندې د خاورې د څېړنې او د مريخ د هوا او چاپيريال د پېژندې کارونه تر سره کړي.

د مريخ پر سطحې د چين د تيان ون لومړي نمبر څېړنيزې دستګاه د ښکته کېدو خبر ډېرې پاملرنې سبب شوی دی او د زياتو خواوو ستاينې يې تر لاسه کړې دي. د امريکا د فضانوردۍ ادارې ( NASA) د مشر مرستيال ټوماس زوربوچن (Thomas Zurbuchen) پر ټويټر باندې د تيان ون لومړي نمبر څېړنيزې دستګاه د برياليتوب په مناسبت مبارکي څرګنده کړه او ليکلي يې دي، (( زه د نړۍ له ساينسپوهانو سره يو ځای دې ته سترګې په لاره يم چې چين د دغې دندې له لارې د دغه سور رنګه ستوري (مريخ) د پېژندلو په چارو کې د انسانانو لپاره مهم خدمت وکړي )). د روسيې د فضانوردۍ ادارې پر خپلې ويبپاڼې ويلي چې دا کار د فضايي اکتشاف په اړه د چين په پلان کې ډېر لوی برياليتوب دی. د استراليا، بريتانيا، جرمني او جاپان په شمول د زياتو هېوادونو خبري رسنيو په دې اړه اړوند خبرونه ورکړي دي.