د چين او د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو تليفوني خبرې اترې وکړې
CRI2021-05-16 10:35:02
شريکول:

 د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په ۱۵مه نېټه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره تليفوني خبرې اترې وکړې.

وانګ يي وويل، له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د بيړنۍ وتنې له امله د افغانستان د روغې جوړې بهير او د دغې سيمې ثبات ته ډېر زيانونه رسول شوي. چين هيله لري چې ملګري ملتونه خپل مهم رول ولوبوي، د شانګهای همکارۍ سازمان دېته لا زياته پاملرنه وکړي، د افغانستان ګاونډي هېوادونه خپلمنځي تبادلې ټينګې کړي، ټولې خواوې يوه خوله شي او ګډ عمليات تر سره کړي. چين او پاکستان بايد ستراتيژيکي همغږي ټينګه کړي او د افغانستان د سولې بهير په اړه لا زياته نوره فعاله اغېزه صادره کړي.

قريشي له چين څخه مننه وکړه چې د کرونا وبا ضد په مبارزه کې يې له دغه هېواد څخه ملاتړ کړی. هغه زياته کړه، چې پاکستان غواړي له چين سره د کرونا وبا ضد برخه کې همکاريو ته دوام ورکړي. پاکستان د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو ترمنځ د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې ستاينه کوي چې د افغانستان مسئلې په اړه يې يوه ګډه اعلاميه خپره کړه، د امريکا او ناټو له پوځونو څخه يې غوښتنه وکړه چې په ښه ترتيب او مسؤليت سره له افغانستان څخه ووځي او د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو څخه ملاتړ وکړي چې د دې هېواد د سولې په بهير کې لا زيات ښه رول ولوبوي. پاکستان غواړي له چين سره د پاکستان، چين او افغانستان درېو خواوو تر چوکاټ لاندې تبادلې ټينګې کړي او د افغانستان د سولې بهير ته پرمختګ ورکړي.