د چين د بهرنيو چارو وزير د اسرائيل او فلسطين ترمنځ د جنجالونو په اړه د چين دريځ څرګند کړ
CRI2021-05-16 10:39:53
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په ۱۵مه نېټه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره تليفوني خبرې اترې وکړې او د اسرائيل او فلسطين ترمنځ د جنجالونو په اړه يې د چين دريځ څرګند کړ.

وانګ يي وويل، د يادو دوو هېوادونو ترمنځ د وضعې د سختوالي لامل دا دی چې د فلسطين مسئلې عادلانه حل له تېرې اوږدې مودې راهيسې نه دی رامنځته شوی. اوس تر ټول بېړنی کار دا دی چې اوربند وشي. د ملګرو ملتونو امنيت شورا مسؤليت لري چې ياده وضعه ارامه کړي. د فلسطين مسئلې د حل لپاره بايد د دوو هېوادونو طرحه پلې شي. چین به په امنيت شورا کې د اسرائيل او فلسطين ترمنځ د جنجالونو په اړه علني مباحثه تر سره کړې او هيله ده چې بېلابېلې خواوې په دې اړه يو خوله شي. چين به په دوامداره ډول له دې څخه ملاتړ وکړي چې د فلسطيني د قانوني حقوقو ساتنه وشي، د سیاسي ډيالوګ له لارې اوسنۍ مسئله حل شي، ملګري ملتونه، د عربي هېوادونو ټولنه او د اسلامي همکارۍ سازمان دې د دې مسئلې د حل لپاره رغنده رول ولوبوي.