فلسطین په غزه کې د اسرائيل د بمباريو له امله د اوښتې مرګژولې ارقام اعلان کړل
cri2021-05-17 10:17:29
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د غزې د امنيتي ادارې وياند اشرف زيډلا د مې په ۱۶مه نېټه وويل، د اسرائيل جنګي الوتکې د همدې ورځې په سهار د غزې ښار پر يوې ودانۍ بمبارې وکړې چې له امله يې ۳۳ تنه ووژل او ۵۰ تنه ټپيان شول، په مړينې کې ۱۲ تنه ښځې او ۸ تنه ماشومان شامل دي. 

نوموړي وويل، په دې وروستيو ورځو کې پر غزې سيمې د اسرائيل د بمباريو له امله ۱۸۸ تنه فلسطينيان وژل شوي او پکې ۵۵ تنه ماشومان او ۳۳ تنه ښځې شاملې دي، ۱۲۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي. اوس په غزه کې د ويجاړ شويو ودانيو په کنډواله کې د ژونديو انسانانو د لټولو او ژغورنې کارونه روان دي. (هيله)