وانګ يي د فلسطين او اسرائيل د شخړې په اړه د امنيت شورا د بېړنۍ غونډې مشري وکړه
cri2021-05-17 10:22:45
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په ۱۶مه نېټه د فلسطين او اسرائيل د شخړې په اړه د امنيت شورا د بېړنۍ غونډې مشري وکړه. دغه غونډه په انلاين ډول ترسره شوه. د فلسطين، اردن، مصر، اسرائيل، امريکا، اتوپيا، بريتانيا او فرانسې په شمول د لسګونو هېوادونو استازو پکې ګډون کړی و. 

وانګ يي وويل، د اسرائيل او فلسطين ترمنځ مخ په سختېدونکو شخړو د ښځو او ماشومانو په شمول زياتو کسانو ته زياتې مرګ ژوبلې اړولې. اوسنی حالت ډېر ترينګلی دی او اوربند دې سمدلاسه عملی شي. نړيواله ټولنه بايد د وضعیت د لا ترينګلتيا د مخنيوي لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي. چين دا وړانديز لري چې لومړی، بايد اوربند عملي شي. دوهم، له فلسطين سره بايد بېړنۍ بشردوستي مرستې وشي. درېيم، نړيواله ټولنه بايد له اوربند څخه کلک ملاتړ وکړي. څلورم، د دواړو هېوادونو لايحه د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د شخړې د حل بنسټيزه لار ده. (هيله)