د امريکې ساينټيفيک اميريکن (Scientific American) مياشتنۍ مجلې د مۍ په ۱۵ مه نېټې په خپلې ويبپاڼې کې يوه ليکنه خپره کړې او پکې يې ليکلي، چې د مريخ پر سطحې د چين روبات کېناستل د فضايي څېړنو په برخه کې د دغه هېواد د نويو پرمختګونو ښودنه کوي او پدې سره دغه هېواد خپله زحمتکښه روحيه ثابته کړې ده. د سي اېن اېن ويبپاڼې هم د همدې مياشتې په ۱۶ مه نېټه په یوه رپوټ کې ليکلي، چې چين د نړۍ دوهم هېواد شو، چې پر مريخ يې خپل روبات ښکته کړ.
د چين تيانون –يو (Tianwen-1) فضايي بېړۍ د روانې مياشتې د۱۵ مې نېټې په اوو بجو او اتلسو دقيقو د مريخ پر سطحې يو روبات چې ” جو ژونګ“ نوماول شوی، په برياليتوب ښکته کړ. د امريکا فضايي ادارې ”ناسا “ او د روسيې فضايي ادارې په ګډون د ډېرو بهرنيو هېوادونو فضايي ادارو د همدې په پار چين ته د مبارکۍ پيغامونه استولي او ډېرو خبري رسنيو هم پدې اړه راپورونه خپاره کړي دي.
پر مريخ د څېړنيز روبات کېناول ډېر پيچلی او سخت کار دی. انسانانو په ۱۹۶۰ کال کې په لومړي ځل د مريخ د څېړنې لپاره دغه ستوري ته فضايي بېړۍ واستوله. پر مريخ د ياد چيني روبات له کېناستلو مخکې انسانانو ۱۶ ځلې د مريخ اتموسفير ته فضايي بېړۍ په برياليتوب استولي، چې په دې کې يوازې امريکې نهه ځلې خپل روبوټونه پر مريخ ښکته کړي، چې د برياليتوب کچه يې ۵۰٪ ښودل شوې ده.
پر مريخ د چين ”جو ژونګ“ روبات کېناستل دا ښيي، چې دغه هيواد پر دغه ستوري د روباتونو د خوندي ښکته کولو پيچلي تخنيکونه خپل کړي دي. چين د نړۍ لومړی هېواد شو، چې په يوځل يې درې دندې بشپړې کړې، يعنې خپله فضايي بېړۍ يې د مريخ پر چاپير وګرځوله، بيا يې مريخ ته روبات ښکته کړ او ورپسې يې د مريخ د وضعيت د معلومولو په پار دغه روبات ګرد چاپېر وګرځاوه.
والسټريټ ژورنال په خپله يوه تبصره کې ليکلي، چې امريکې په ۲۰۱۱م کال کې چين د ناسا له اړوندو پروګرامونو ګوښه کړ او دغه هيواد اړ شو، چې په يوازې ځان فضايي څېړنې وکړي.
د ډېرو کالونو د هڅو په نتيجه کې دغه هېواد اوس د فضايي څېړنو په برخه کې مخکښ ځای ته رسېدلی دی.
په حقيقت کې پر مريخ د چيني فضايي بېړۍکېناستل، نه يوازې د چين وياړ دی، بلکې د ټولې نړۍ لپاره هم ډېر اهميت لري.
مريخ د فضا يوه برخه ده او انسانان به د دغه ستوري د معلومولو له لارې وتوانيږي چې د فضا او ژوند د سرچينې په اړه لازيات معلومات ترلاسه کړي او داسې نوي تخنيکونه به خپل کړي، چې د ځمکې په کره کې هم وکارول شي او د دې کرې په ګټه به وي. د بېلګې په توګه انسانان بايد د مريخ د اتموسفير د ګرمې هوا ضد تخينک پيدا او فضايي بېړۍ کې يې ځای پر ځای کړي، څو په خوندي توګه ښکته شي، دغه تخنيک د ځمکې په کره کې هم کارول کيږي. بل مثال راوړو، که انسانان وغواړي، د ځمکې له کرې څخه پر لرې مريخ خپل روبوټونه کنټرول کړي، نو بايد د سيګنل ليږلو او کنټرولولو تخنيکونه يې پيدا کړي، دغه تخنيکونه د ځمکې په کره کې هم کارول کيږي او په استفادې يې د انسانانو ژوند او کار ته ډېرې اسانتياوې برابريږي. نو ويل کيږي چې د مريخ د څېړنې په برخه د چين نوي پرمختګونه د ټولو انسانانو لپاره ګټې لري.
چين د فضايي څېړنو په برخه کې د نړيوالو همکاريو لپاره نوې زمينه برابره کړې ده. چيني ساينسپوهانو خپل روبات د ”جو ژونګ “په نوم نومولی، ”جو “ په چيني ژبه د مبارکۍ او ”ژونګ “ د همغږۍ او همکارۍ معنا لري،”جو ژونګ “ پدې معنا دی ،چې چين غواړي د ورخلاصون په رويه له نورو هېوادونو سره د علمي څېړنې په برخه کې ګډې همکارۍ وکړي.
د چين فضايي ادارې د” تيانون –يو “ پروګرام د پلې کولو په بهير کې د اروپا، ارجنټاين، فرانسې او اوتريش په ګډون د ډېرو هېوادونو له فضايي ادارو سره ګډې همکارۍ کړې دي. د روسيې د فضايي کمپنۍ روسکوسموس (Roscosmos) د لرې پلانونو او علمي څېړنيزو چارو څانګې اجرايه منيجر بلوشنکو په خپلو خبرو کې هيله ښودلې چې، د ” تيانون –يو “پروګرام به د روسيې او چين د ساينسپوهانو ترمنځ ګډو همکاريو ته لازيات فرصتونه برابر کړي. ډېرو بهرنيو ساينسپوهانو هم هيله ښودلې چې ”جو ژونګ “ روبات د ځمکې کرې ته د مريخ په اړه زيات معلومات وليږي، څو انسانان دغه ستوری او فضا لا ښه وپېژني. د چين ساينسپوهانو وايي، د انسانانو تر منځ همکارۍ تر سيالۍ ډېرې ګټې لري، دوی به په خپلو هڅو دغه مفکوره ثابته کړي.