د کرونا وبا ضد واکسين د ملکيت حق ساتنې د معافولو په اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت څرګندونه
CRI2021-05-17 17:13:51
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مې په اوولسمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، د زياتره پرمختيايي هېوادونو د هغه غوښتنې په اړه چې د کرونا وبا ضد واکسين د ملکيت حق له ساتنه دې معاف شي، چين پوره تفاهم لري او د ملاتړ يې کوي.

نوموړي وويل، کرونا وبا لا هم په نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده او واکسين د دغه وبا ضد اغېزمنه وسله بلل کيږي. چين د لومړي لوی پرمختيايي هېواد او د نړيوالې ټولنې د مسئولينه غړي په توګه د کرونا وبا ضد مبارزه کې د هر ګټور کار د تر سره کولو لپاره هڅې کوي. چين د واکسين د عادلانه ويش په چارو کې د پرمختيايي هېوادونو له کړنو څخه ملاتړ کوي. دغه ملاتړ او کوښښونه دا ښيي چې چين د کرونا وبا ضد واکسين د نړۍ عام توليدات بولي او د انسانانو د روغتيا ګډ برخليک د ابادۍ په هڅه کې دی.