وانګ يي د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير سره تليفوني خبرې وکړې
cri2021-05-18 10:42:15
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د می په ۱۷مه نېټه د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير حنيف اتمر سره تليفوني خبرې وکړې.

وانګ يي وويل چې د چين او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو اړيکو ښه پرمختيايي تمايل ساتل شوی، د يو کمربند او يوې لارې په برخه کې دوه اړخيزو همکاريو هم پرمختګ موندلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ عنعنوي دوستي له کرونا وبا سره په مبارزه کې لاټينګه شوې ده.چين د افغانستان د هغې کړنې ستاينه وکړه چې تل يې د چين د کليدي ګټو د ساتلو لپاره له چين څخه ملاتړ کړی او کوي يې.چين به تل د افغانستان د خپلواکۍ، حاکميت او غزت د ساتلو لپاره هڅه وکړي او غواړي چې د يو کمربند او يوې لارې په ګډې ابادۍ او نورو برخو کې خپل منځي همکارۍ پياوړې کړي. چين به په دوامداره توګه له کرونا وبا سره په مبارزه کې له  افغانستان او جنوبي اسيا سره لازمې مرستې وکړي او غواړي چې د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې خپل منځي همکارۍ پياوړې کړي.

اتمر وويل چې افغانستان له چين سره د اړيکو د ټينګېدو لپاره هلې ځلې کوي او غواړي چې د ترهګرۍ ضد په مبارزه کې خپل منځي همکارۍ پياوړې کړي او د سيمه ييزې همکارۍ په برخه کې له چين سره تماس ونيسي.افغانستان غواړي چې له چين سره د دوو اويا څو اړخيزو همکاريو د پياوړتيا او په افغانستان کې د سولې د رامنځته کيدو او د ثبات د ساتلو لپاره هلې ځلې وکړي.(غاټول)