امريکا په افغانستان کې د روان وضعيت مسئووله ده
CRI2021-05-18 15:09:07
شريکول:

د روان کال په پيل کې له افغانستان څخه د امريکا او ناټو د ميشتو ځواکونو له وتلو راهيسې په دغه هېواد کې امنيتي حالات په پر له پسی ډول سخت شوي. که څه هم د افغانستان ملي امنيتي پوځ او طالبانو د مې له ۱۳مې نيټې څخه تر ۱۵مې نيټې پورې د کوچنې اختر په موده کې د اوربند اعلان وکړ، خو په حقيقت کې د دواړو خواوو تر منځ نښتې نه دې ختم شوې. د افغانستان د ملي دفاع وزارت د مې په پنځلسمه نېټه پر طالبانو انتقاد وکړ چې په يوويشتو ولايتونو کې له اوربند څخه سرغړونه کړې وه چې ۲۱ ملکي وګړي ووژل او ۳۳تنه ټپيان شول. طالبانو پر حکومتي پوځ انتقاد وکړ چې دوی له اوربند څخه سرغړونه کړې وه. د اوربند د دريو ورځو وروسته په زياتو ولايتونو کې د دواړو خواوو تر منځ جګړې بيا شروع شوې.

د څيړوونکو په اند، امريکا په افغانستان کې د روان وضعيت مسئووله ده اوس په افغانستان کې سياسي او امنيتي مسئلې نه دې حل شوې، امريکا په دې وخت کې له دغه هېواد څخه خپل پوځ وباسي، خپلو ګټو ته لومړيتوب ورکوي او د افغانستان د خلکو امنيت ته پام نه کوي.

امريکا شل کاله مخکې د ترهګرۍ ضد د مبارزې په پلمه پر افغانستان پوځي تېری وکړ او اوسمهال له جګړې څخه د ځان د ژغورنې لپاره په  دغه هېواد کې د ترهګرۍ د لا سخوالي په حال کې په نامسئولانه توګه ورڅخه پوځونه باسي. دا نه يوازې د افغانستان خلکو ته زيانونه رسوي بلکې نړۍ بې ثباته کوي.

د سړې جګړې په موده کې امريکا له پخواني شوروي اتحاد سره د سيالۍ لپاره له افغانستان څخه استفاده وکړه. د افغانستان سياسي څيړوونکي حسيب خبريال ته ويلي، امريکا په هغه وخت کې د بن لادن په شمول ترهګريزو ډلو ته ډېرې وسلې او پيسې ورکړې او ورڅخه يې ملاتړ وکړ چې د پخواني شوروي اتحاد له ځواکونو سره جګړه وکړي. له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د پوځ له وتلو وروسته امريکا سمدستي خپل دغه ترهګر ملګري پريښودلی او وروسته افغانستان د نړيوالې ترهګرۍ مرکز جوړ شو.

د چين د لان جو پوهنتون د افغانستان د مسئلې د څيړنې مرکز منشي جو يونګ بياو دېته اشاره کړی چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د لا سختېدو حالت د ترهګرۍ ضد مبارزو کې د امريکا له انتخابوونکې تګلارې سره تړاو لري. امريکا تل دا نيت لري چې د ترهګريزو ډلو د روزنې او کارولو له لارې د افغانستان په ګاونډ‌يو هېوادونو کې ثبات خراب کړي، نو په حقيقت کې يې په دغه هېواد کې د ترهګريزو ډلو له منځه وړلو ته پاملرنه نه کوي. حسسيب هم ويلي، د ځينو وسله والو ډلو په مقابل کې امريکا حتې په افغانستان کې د داعش پرخوالي ته اجازه ورکوي. ځکه چې امريکا دغه ډول تګلارې غوره کړی، په افغانستان کې د ترهګريزو ډلو شمېر څه دپاسه شلو ته رسيدلی دی.

د سلطاني په نوم يو افغان چې لس کاله مخکې د خپل ټاټوبي وردګ ولايت له کلي څخه کابل ته کډه کړې، هغه په خپل کلي کې د امريکايي پوځ د جنايتونو په هکله د خاطرژ په بيانولو وويل، امريکايي پوځ خپل کلی ويجاړ کړ او ځيني اوسيدونکي يې وژل. هغه مجبوره شو له خپل ټاټوبي څخه کډه وکړي. د سلطاني کيسه په افغانستان کې د امريکايي پوځ لخوا د بشردوستۍ مصيبتونو يوه وړه بيلګه ده. په افغانستان د جګړې له امله څه دپاسه دېرش زره ملکي وګړي وژل شوي او شپيته زره ملګي وګړي ټپيان شوي دي.  د ۲۰۰۲ کال په جولای کې د امريکايي پوځ  الوتکو په اروزګان ولايت کې د يو واده پر مراسمو بريد وکړ چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په شمول ۴۸ تنه ووژل شول. له دغې پيښې وروسته امريکايي پوځ نه يوازې بخښنه ونه غوښته، بلکې څرګنده يې کړه چې د امريکايي پوځ بريد عادلانه او قانوني و او د دغې پيښې په اړه هيڅ مسئووليت نه لري

اوسمهال امريکا له افغانستان څخه د نامسئولانه وتلو په وخت کې غواړي د افغانستان مسئلې مسئووليت د نورو ګاونډيو هېوادونو پر غاړه ورواچوي. د څيړوونکو په اند، که څه هم د امريکا حکومت وايي چې په افغانستان کې يې خپله دنده پای ته رسولې ده، خو په دغه هېواد کې له ترينګلتيا څخه څرګنديږي چې امريکا ناکامه شوې او له شلو کلونو وروسته افغانستان لا هم په جګړه کې ښکيل دی ته تريګلتيا پاتی کړی او په خپله يې د څه دپاسه دوه زرو عسکرو د وژل کيدو او د دوه زره ميلياډ ډالرو بيه  ورکړې ده.