ولې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ په شخړه کې د امريکا نوم ته اشاره شوې؟
CRI2021-05-18 15:50:36
شريکول:

چين د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د مې مياشتې د نوبتي رئيسه هېواد په توګه د روانې مياشتې په شپاړسمه نېټه د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د شخړې په اړه د يوې بېړنۍ غونډې مشري وکړه. نوموړې غونډې له فلسطين او اسرائيل څخه د سمدستي اوربند غوښتنه کړې او پر دې يې ټينګار کړی چې نړيواله ټولنه بايد ژر ګامونه پورته کړي، په تيره بيا امريکا بايد خپل مسئوليت پر غاړه واخلي، عادلانه دريځ دې غوره کړي او له دې څخه دې ملاتړ وکړي چې امنيت شورا د ترينګلو حالاتو د آرامولو، متقابل اعتماد د بيا رغونې او سياسي حل په چارو کې اغېزمن رول ولوبوي.

ولې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ شخړه کې د امريکا نوم ته اشاره شوې؟

ځکه د فلسطين او اسرائيل ترمنځ روانه شخړه چې په ۲۰۱۴ کال کې د غزې له جنګ وروسته د دواړو خواوو ترمنځ تر ټولو سخت جنجال بلل کيږي، د منځني ختيځ په اړه د امريکا د ناسمې پاليسۍ بده نتيجه ده. د فلسطين او اسرائيل په چارو کې د امريکا تېر حکومت تګلاره د نوموړو دوو خواوو ترمنځ د سختې شخړې د دوباره پورته کېدو سبب شوې.  د امريکا کړنې بيا بيا له سرې کرښې څخه اوښتې دي او د منځني ختيځ سيمې حالات يې خراب کړي دي.

د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د روانې شخړې له رامنځته کېدو وروسته د امريکا حکومت نه يوازې د حالاتو د آرامولو لپاره هيڅ هڅه نه ده کړې، بلکې د اسرائيلو پر ناوړو کړنو يې سترګې پټې کړې دي. د امريکا د دغسې رويې له امله د فلسطين او اسرائيل ترمنځ جنجالونه تحريک شوي دي.

د تاسف وړ خبر دا دی چې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د شخړې له امله د سلګونو وګړو د مړينې پر وړاندې امريکا لا هم د بشري حقونو په پلمه د دوه ګونو معيارونو په غوره کولو څو ځلې د امنيت شورا د هغو کوښښونو په منځ کې خنډونه جوړ کړي دي چې د فلسطين او اسرائيل مسئلې په اړه غږ وکړي.

د فلسطين مسئلې د حل په اړه د چين (( څلور فقره ييز وړانديز )) چې په ۲۰۱۷ کال کې وړاندې شوی، ډېر ارزښت لري. چين د مې په شپاړسمه نېټه د امنيت شورا په بېړنۍ غونډه کې د ياد وړانديز په اساس وړانديز کړی چې اوسمهال اوربند تر ټولو مهم کار دی، د بشر دوستۍ مرسته اړينه ده، ملاتړ د نړيوالې ټولنې ګډ مسئوليت دی او د دوو هېوادونو طرحه يوازېنۍ لاره ده.

د فلسطين او اسرائيل ترمنځ خونړۍ شخړه له امريکا سره اړيکې لري، دغه هېواد بايد د حالاتو د آرامولو او د دواړو خواوو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د هڅولولپاره هڅې وکړي او له امنيت شورا څخه دې ملاتړ وکړي.