چين له امريکا څخه غوښتنه وکړه چې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د لانجې په هکله عادلانه رويه غوره کړي
cri2021-05-18 10:40:29
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مې په ۱۷مه نېټه د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د شخړو په هکله په نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين له امريکا څخه غوښتنه وکړه چې خپل مسئوليت پر غاړه واخلي، عادلانه رويه غوره کړي او د نړيوالې ټولنې له زياترو غړو سره  د دې لپاره ګډې هڅې وکړي تر څو د م م د امنيت شورا د يادو شخړو د کمښت، په جګړه کې د ښکيلو خواوو ترمنځ د متقابل باور د بيا ټينګېدو او د اوسنيو مسئلو د سياسي حل وفصل لپاره مهم رول ولوبوي.

هغه زياته کړه چې د امنيت شورا زياترو غړو د يادو شخړو په هکله له اړوندو خواوو څخه ګډه غوښتنه وکړه چې سمدلاسه اوربند وکړي، ملکيان وساتي او د اوسنيو مسئلو د سياسي حل لپاره هڅې وکړي. چين به په دوامداره توګه د امنيت شورا د نوبتي رئيسه هېواد په توګه خپله دنده پر غاړه واخلي او خپل رول به ولوبوي او د فلسطين مسئلې د عادلانه حل لپاره به خپل خدمتونه وکړي.(غاټول)