که د يوه ملت کولتور ژوندی وي، نو هېواد به يې هم ژوندی وي!
CRI2021-05-18 14:34:37
شريکول:

د ۲۰۲۱م کال د مې ۱۸مه نېټه د موزيم له ۴۵مې نړيوالې ورځې سره برابره ده. د موزيم د نړیوالې ټولنې د تشريح له مخې، موزيم د ګټې له اخيستلو پرته ټولنې او خلکو ته د خدمت په موخه تلپاتي پرانيستی ارګان دی. موزيم بايد د بشريت او بشري چاپيريال په اړه د ثبوتونو او تاريخي اثارو د راغونډولو، زيرمه کولو او څيړلو مرکز وي، څو خلکو ته د نندارې، ښوونې او څيړنېپه برخه کې ښه خدمت وکړي. د موزيم نړيواله ټولنه په ۱۹۷۷م کال کې په ټوله نړۍ کې د موزيم د چارو د ښه او سالم پرمختګ د پياوړتيا او دغو چارو ته د عامو وګړيو د لا زياتو پاملرنو د راجلبولو په هکله اعلان وکړ، او د ۱۹۷۷م کال د مې ۱۸مه نېټه د موزيم لومړۍ نړيواله ورځ وه. وروسته تردې، په بېلا بېلو هېوادونو کې د هر کال په همدې ورځ د موزيم ورځې د لمانځنې لپاره رنګارنګ فعاليتونه تر سره کېږي.

له اوږدې مودې راهيسې، د بشري مدنيتونو پرمختګ او ساتنه د جګړو د زيانونو او د کولتوري شخړو د سختېدو له ګواښونو سره مخامخ دي، نو د بېلا بېلو هېوادونو د موزيمونه د خپل هېواد د کولتوري او تاريخي اثارو د ساتلو او خپرولو په وخت کې د نړيوالو همکاريو د ټينګښت له لارې د بشريت د ګډو کولتوري ارزښتونو د ساتلو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کوي.

افغانستان د اسيا په زړه کې واقع دی او پنځه زره کلن روښانه تاريخ لري. څرنګه چې مهم جغرافيايي موقعيت لري، نو له لرغونې زمانې څخه افغانستان د رنګارنګ کولتورونو د تګ راتګ يو محوری تمځای دی. په افغانستان کې د يونان، بوديزم او اسلامي کولتوري او تاريخي خزانې شتون لري. افغانان د جګړو پر وړاندې د خپل ژوند په بيه د خپل هېواد تاريخي او کولتوري اثار ساتلي. دوی تل پر دې باور لري، چې که کولتور ژوندی وي، هېواد ژوندی وي.

  چين هم په تېرو زمانو کې د افغانستان په شان د جګړو قرباني شوی او د نورو هېوادونو له تيریو سره هم مخامخ شوی دی. د نولسمې پيړۍ په پای کې د بريټانيې او فرانسې په شمول د اتو هېوادونو ګډ پوځ پر بېجينګ باندې تيری وکړ او په هغه وخت کې د (( يوان مينګ يوان)) په نامه يو امپراطورۍ باغ په پوره توګه ويجاړ شوی و چې دغه باغ د مساحت له پلوه د نړۍ په کچه مخکيني مقام نيولو. د دې ترڅنګ زيات چيني تاريخي اثار غلا شوي او نورو هېوادونو ته قاچاق شوي دي. بر سېره پردې، د تيرې پيړۍ په درېيمه لسيزه کې جاپان پر چين باندې تيرې کړی دی. د بېجينګ د امپراطورۍ ماڼۍ موزيم ديارلس زره بکسونه تاريخي اثار جنوبي سيمې ته انتقال شوي او پنځلس کاله وروسته بيا بېجينګ ته بېرته راوړل شوي و. په لاره کې زياتو کسانو د دغو اثارو د ساتلو لپاره قربانۍ ورکړې چې د هغوی د ژوند په بيه تمامې شوې دي. نو چينايان پوهېږي چې دا ډېر ګران کار دی چې په جګړه کې تاريخي اثار، ملي کولتور او تاريخي مدنيت ساتل سخت کار دی. څرنګه چې تاريخي اثار د يو هېواد د مدنيت نښه ده او د يو ملت د بيا سمسورتيا هيله ترې هم څرګندېږي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د بشري مدنيتونو او تاريخي اثارو د ساتلو کارونو ته ډېره پاملرنه کوي. نوموړي ويلي، چې موږ بايد د خپل ژوند د ساتلو په شان د بشريت تاريخي او کولتوري اثار هم وساتو. د دواړو هېوادونو ملي موزيمونو په تېرو څو کلونو کې د تاريخي اثارو د ساتلو او د کولتوري تګ راتګ د پياوړتيا لپاره يو لړ همکارۍ کړې دي. مثلأ، د ۲۰۱۷م کال د مارچ په ۱۷مه نېټه، د افغانستان د باختري خزانې ۲۳۱ قلمه ډېر په زړه پورې او عجيب تاريخي اثار د بېجينګ د امپراطورۍ ماڼۍ په موزيم کې نندارچيانو ته نندارې ته وړاندې شول. دغه نندارتون د بېجينګ د امپراطورۍ ماڼۍ او د افغانستان د ملي موزيم لخوا تر سره شو. ورپسې د افغانستان د باختري خزانې تر عنوان لاندې نندارتونونه په وار سره د چين په بېجينګ، جنګ جو، چنګ دو او نان جينګ کې تر سره شوي دي. افغانستان او چين د وريښمو لرغونې لارې په اوږدو کې د دوو مهمو هېوادونو په توګه د اقتصاد او کولتور په ساحو کې نژدې دوديزې اړيکې لري. چينايانو د دغو نندارتونونو په رڼا کې د افغانستان کولتوري خزانې له نږدې وکتلې. دا نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تفاهم د پياوړتيا لپاره، بلکې په نوې زمانه کې په هره ساحه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د ژورتيا لپاره ښه زمينه برابروي.

د چين د يادو ښارونو د موزيم ادارو د دغه نندراتون د تر سره کولو لپاره زيات کوښښونه کړي دي او د اثارو د لېږدولو، ساتنې او نندارې په برخو کې يې له افغانستان سره زياتې مرستې کړې دي او افغان کارکوونکو ته يې په وړيا توګه د هوټلونو او ډوډۍ خدمتونه برابر کړي دي. د چين د امپراطورۍ ماڼۍ موزيم مشر شان جي شيانګ وويل، چې د هغه هېواد لپاره کوم چې له جنګ جګړې څخه د خپل مدنيت د بيا ځلېدلو لپاره هڅه کوي، د پانګو په برخه کې مرسته مهمه ده. خو د دې ترڅنګ د بشريت د تاريخ او فرهنګ ساتل او خپرول د ټولو لرغونو هېوادونو او د يوه کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د ټولو هېوادونو ګډه دنده ده.

چين او افغانستان لرغونی او روښانه تاريخ لري. نو د تاريخي اثارو د ساتلو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري ښه بنسټ لري. ويل کېږي چې کولتور د يو هېواد او ملت هيله او ډيوه ده. هر جنګ او نارامي د لنډې مودې لپاره وي. که تاريخ او کولتور په ښه توګه وساتل شي، د يو هېواد او ملت هيلې پاتې کېږي.