وانګ يي د افغانستان د ولسمشر د ملي امنيت له سلاکار سره تليفوني خبرې وکړې
cri2021-05-18 10:57:39
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د افغانستان د ولسمشرد ملي امنيت له سلاکار حمدالله محب سره تليفوني خبرې وکړې.

وانګ يي وويل چې چين او افغانستان ښه ګاونډي هېوادونه دي. چين له افغانستان سره په اړيکو کې د دې هېواد په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې پر اصولو باندې ټينګار کوي او تل غواړي چې په سوله کې د ګډ ژوند په شمول د پنځو اصولو پر بنسټ په مساوي توګه له افغانستان سره ښه چلند وکړي او د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ، ملي غزت د ساتلو او د دې هېواد په دننه کې د روغې جوړې بهير له پرمخبيولو څخه ملاتړ کوي. چين هيله لري چې د متقابلو کليدي ګټو د ساتلو په هکله له افغانستان څخه ملاتړ وکړي.

هغه زياته کړه،  چين تل وايي چې د افغانستان برخليک بايد د افغانانو له خوا وټاکل شي، د افغانانو د مشرۍ او مالکيت درناوی دې وشي او په سوله يیزه توګه دې د ټول شموله حکومتدارۍ جوړښت پيدا کړي. له افغانستان څخه د امريکايي پوځ وتل د افغانستان د بې ثباتۍ عواملو د رامنځته کېدو سبب شوی، خو سوله به راتلونکی تمايل وي چې دا نه يوازې د افغانانو له بنسټيزو او دايمي ګټو بلکې د نړيوالې ټولنې له ګډې هيلې سره سمون لري. چين غواړي چې د بين الافغاني مذاکراتو لپاره اسانتياوې برابرې کړي.

محب وويل چې د افغانستان د سولې بهير ښايي له يوې ستونزمنې مودې سره مخ وي، خو افغانستان په دې بهير کې د چين له ملاتړ څخه مننه کوي او دې ته تمه لري چې په امنيت شورا او د دوه اړخيزو همکاريو په چوکاټ کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي. افغانستان د يو چين د پېژندلو پر تګلارې ټينګار کوي او غواړي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له چين سره همکارۍ ژورې کړي.(غاټول)