د بايډن حکومت په غلطه لور روان دی او يوازې د امريکا ګټو ته لومړيتوب ور کوي
cri2021-05-19 10:45:29
شريکول:

د امريکا د لنډسی ګروپ  د ستر سلاکار جوسف سليون په دې وروستيو ورځو کې د ديپلوماتيکو تګلارو (Foreign Policy)په نوم ويبپاڼه کې يوه مقاله خپره کړه چې سرليک يې د بايډن حکومت له خوا د امريکا ګټو ته د لومړيتوب ور کولو د تګلارې په غوره کولو سره په نړۍ کې غمونه خپاره شوي دي. په دې مقاله کې دې ته اشاره شوې چې د کرونا ضد واکسين له نشنليزم او د اقتصادي هڅونې له پلان څخه ښکاريږي چې ياد حکومت لاهم د امريکا د ګټو لټولو لپاره نورو هېوادونو ته زيانونه رسولي دي.

د امريکا د اوسني حکومت تګلارو او کړنو ته په کتو سره د سليون شننه بيخي سمه ده. که څه هم بايډن پر دې ټينګار وکړ چې هغه به د پخواني ولسمشر له هغې تګلارې څخه لاس واخلي چې يوازې د امريکا ګټو ته لومړيتوب ور کوي. خو په تېرو څه باندې سلو ورځو کې د ده خبرې له عمل سره مطابقت نه لري. د امريکا د سي ان ان تلويزيوني شبکې وويل چې د امريکا نوی حکومت لاهم يوازې د دې هېواد ګټو ته د لومړيتوب ور کولو ته ادامه ور کړې.

د کرونا ضد واکسين نشنليزم په نړۍ کې د واکسين د غير عادلانه ويش سبب شوی دی چې دا د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول په چارو کې خنډ ګڼل کيږي. د امريکا حکومت د واکسين نشنليزم عمده هڅوونکی دی. د ځينو اروګانونو او خبري رسنيو د شمېرنې له مخې تر اوسه پورې امريکا شاوخوا دوه ميليارډه شپږ سوه مليونه دوزه واکسين اخيستی چې دغه شمېر د نړۍ يوه په څلورمه برخه نيسي او د دوی له تقاضا څخه زيات دی. په دې جمله کې څو سوه مليونه دوزه واکسين يوازې په ګدام کې ساتل کيږي او نه دی استعمال شوي.د بريټانيا د فاننشل ورځپاڼې د خبر له مخې د اپريل تر ۲۵مې نيټې پورې د امريکا له خوا د صادر شويو واکسين شمېر درې مليونو ته رسيدلی چې دغه رقم د دوی د عمومي تولیدي اندازې په سلو کې يو اعشاريه يوه برخه نيولې ده.

د نړيوالو فشارونو پر وړاندې د بايډن حکومت په دې وروستيو ورځو کې د واکسين د پوهني د ملکيت حق د معافولو اعلان وکړ، سربېره پردې هغه هم د می په ۱۷مه نېټه اعلان وکړ چې د جون تر پايه پورې به نورو هېوادونو ته نور شل مليونه دوزه واکسين صادر کړي. خو نړيوالو له نورو هېوادونو سره د چين او روسيې د مرستو په ليدو سره د امريکا هېڅ عمل نه دی لیدلی. د شنونکو په اند دغه شل مليونه دوزه واکسين د امريکا له خوا د زيرمه شوي واکسين لږه برخه نيسي. نړيواله ټولنه هيله لري چې امريکا د واکسین د اومه موادو د صادراتو د محدوديت د لغوه کولو او د واکسين د توليدي اندازې د زياتوالي په برخو کې خپل صميميت وښيي.

د دې ترڅنګ امريکا هم په پر له پسې توګه د پيسو انفلاسيون منفي اغيزې نورو هېوادونو ته خپرې کړې. که څه هم د بايډن حکومت د اقتصادي تګلارې موخه د دې هېواد اقتصادي پرمختګ دی خو د يادې تګلارې له کبله د غلودانو په شمول د نړۍ د عمده توليداتو او محصولاتو بيې هم لوړې شوې دي. سليون په دې اند دی چې دا به د غلودانو واردونکو هېوادونو کې پر بې وزلو کسانو ډېرې منفي اغيزې وکړي.

 د امريکا له يادو کړنو څخه ښکاريږي چې که څه هم د بايډن حکومت په خبرو کې له هغې تګلارې څخه  د لاس اخيستلو اعلان وکړ چې يوازې د دې هېواد ګټو ته لومړيتوب ور کوي،خو اوس دوی لاهم په دې غلطه لور روان دی چې دا په پایله کې په خلکو کې د غمونو ، لوږې او بې وزلۍ د رامنځته کېدو سبب شوې ده. د امريکا ولسمشر د روان کال په فبروري کې د ديپلوماتيکو تګلارو په اړه لومړۍ وينا کې اعلان وکړ چې امريکا په نړۍ کې بيا برخه اخيستې،خو که امريکا په رښتيني توګه وغواړي چې په دغه نړيواله لويه کورنۍ کې بيا ګډون وکړي، بايد يوازې د ځان ګټو ته له پام اړولو او څو اړخيزم څخه لاس واخلي.