د فلسطين او اسراييلو لانجې، د بشري حقونو ساتلو ادعا په اړه د امريکا له مخ څخه نقاب لرې کړ
cri2021-05-20 15:01:02
شريکول:

په دې وروستیو ورځو کې په امريکا کې له فلسطين څخه د ملاتړ په موخه لاريون ترسره شو او يو محصل د ياد لاريون په ترڅ کې په جګ اواز ويلي چې ((دا د فلسطین مسئله نه ده، بلکې د بشري حقونو مسئله ده. امريکا زموږ په مالياتو له اسرائيلي پوځونو څخه ملاتړ کوي.))

اوس د اسرائيل لخوا پر فلسطين د بمباريو له امله په فلسطين کې سخت بشري ناورين رامنځه شوی دی. د روسيې د Sputnik خبري رسنۍ د مې په ۱۹مه نېټه خبر ورکړ چې تر اوسه پورې، ۲۱۷ تنه فلسطينيان وژل شوي، چې۶۳ تنه يې ماشومان دي. برسيره پر دې، په غزه کې د کرونا ويروس د ټيسټ يوازینی لابراتور هم په بمبار کې ويجاړ شوی او دغه راز به د فلسطين خلک د وبا او جګړې له سختو ستونزو سره مخامخ وي.

د امريکا حکومت په داسې حال کې څه کړي؟.

امريکا ويلي چې اسرائیل د ځان دفاع حق لري او په درې ځله يې د امنيت شورا لخوا د اسرائیل او فلسطين ترمنځ د شخړو د پای ته رسېدو د ګډې اعلاميې د خپرېدو مخنيوی کړی. برسيره پر دې، د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خبر له مخې، د امريکا حکومت د روانې میاشتې په لومړيو کې کانګرس ته په رسمي توګه خبر ورکړی چې پر اسرائيل به د ۷۳۵ ميليونو ډالرو په ارزښت دقيق رهبري کېدونکې وسلې وپلوري. دا ښيي چې امريکا د فلسطين او اسرائيل په دې شخړه کې د بشر دوستۍ مخالف لوري غوره کړی ددې کار له امله به په منځني ختيځ کې وضعیت لا ترينګلی او سخت شي.

امريکا له اوږدې مودې راهيسې ځان د بشري حقونو مدافع ګڼي او پر نورو هېوادونو يې بې ځایه نيوکې کړې، خو اوس په فلسطين کې بشري ناورين ته هېڅ پاملرنه نه کوي او حتی د شخړې د سختېدو لپاره منفي رول لوبوي. اوس د بشري حقونو د دفاع په برخه کې د امريکايي سياستوالو دوه ګونو معيارونو، د دغه هېواد اصلي څېره په ډاګه کړې او له مخ څخه يې نقاب لرې شوی.

يوه فلسطيني لاصله امريکايي سياسي څېړونکي خليل ويلي، د امريکا دغه عمل د فلسطينيانو په زړونو کې د ژورې کرکې د رامنځته کېدو سبب ګرځېدلی دی. دا يو واقعیت دی چې په منځني ختيځ کې د امريکا غلطه تګلاره د اسرائيل او فلسطین ترمنځ د مخ په سختېدونکې شخړې يو مهم لامل دی. په ټولنيزو رسنيو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن پر پاڼو خلکو ډېرې غندنې او پوښتنې ليکلې چې وايي: ايا د فلسطينيانو ژوند مهم نه دی؟ د غزې خلک د بشري حقونو مستحق نه دي؟

په حقیقت کې امريکا د خپلې سياسي موخې او زورغوښتنې لپاره په منځني ختيځ کې ډېرې ناوړه کړنې ترسره کړې، د افغانستان، عراق او سوريې په شمول ډېرو هېوادونو کې د امريکا د جګړو له امله د لسګونو ميليونو مسلمانانو بشري حقونه تر پښو لاندې شوي. د ماليزيا New Straits Times ورځپاڼې څو ورځې مخکې د يوې ليکنې په خپرولو سره ويلي، په عراق او افغانستان کې د امريکا څو ولسمشران او جګپوړي چارواکي هم پر جنګي جرمونو تورن دي. هېڅ بېلګه نشته چې وښيي امريکا د بشري حقونو مدافع ده.

امريکا په داسې حال کې چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بشري حقونو ناورينونه رامنځته کړي، د چين په شينجيانګ کې د بشري حقونو پر حالت يې بې ځایه تورونه لګولي. د امريکا د ځمکني پوځونو پخواني ډګروال والسون په ډاګه ويلي چې د چين په شينجيانګ کې د اويغوري قوم مسئله د چين پرمختګ د مخنيوي په موخه د امريکا دسيسه ده. له دې څخه ښکاري چې امريکا بشري حقونو ته هېڅ رښتنې پاملرنه نه کوي، خو يوازې د دې په پلمه خپله سياسي موخه ترسره کوي.