چين:له ا روپايي سره د پانګونې تړون د يوې لخوا له لوري بلې خوا ته ډالۍ نه ده
cri2021-05-20 14:47:29
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مۍ په ۲۰ مه نېټه د دغه وزارت په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د چين او اروپا ترمنځ د پانګونې تړون د يوې لخوا له لوري بلې خوا ته ډالۍ نه ده،  بلکې يو  برابر تړون دی او د دواړو خواوو لپاره ګټې لري، د دغه تړون ژر لاسليک کېدل د چين او اروپا له ګډو ګټو سره سمون لري، نو دواړه خواوې دې د دې لپاره هڅې وکړي. 

نوموړي وويل، چين له اروپا سره د اړیکو پرمخبيولو ته صميميت لري او د دې ترڅنګ به هم په ټينګه سره خپل حاکميت، امنيت او د پرمختګ ګټې وساتي. د بنديزونو او تقابل له لارې ستونزې نه شي حلېدای او خبرې او همکارۍ د ستونزې د حل يوازينۍ لار ده. هيله ده چې اروپا د چين په کورنیو چارو کې نوره مداخله ونه کړي، د دواړو ترمنځ پوهاوی دې زيات کړي، د نظريو توپيرونه دې ښه کنټرول کړي او د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د سالم پرمختګ لپاره دې هڅې وکړي.