ټوله اروپا له چين سره د باروړونکو اورګاډو په وسيله د باربرۍ خدماتو ته لاس رسي لري
cri2021-05-20 11:23:26
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مۍ په ۱۹ مه نېټه د دغه وزارت په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د چين او اروپا ترمنځ لومړي باروړونکي اورګاډي په ۲۰۱۱ کال کې تګ راتګ پيل کړی او له دې وروسته لسو کلونو کې يې شمېر ډېر زيات شوی او د چين او ۲۲ اروپايي هېوادونو ترمنځ تګ راتګ يې پيل کړی او ټوله اروپا يې له باربري خدماتي شبکې سره وصل کړې ده.

جاو لي جيان پدې اړه وويل، د چين او اروپا ترمنځ لومړي باروړونکي اورګاډي د ۲۰۱۱ کال د مارچ په ۱۹ مه نېټه د چين له چونګ چينګ ښار څخه د جرمني دويسبورګ په لوري روان و، له دې نه لسو کلونو وروسته نن د چين او اروپا ترمنځ اورګاډو کابو ۴۸زره ځلې تګ راتګ کړی او ۳ ميليونه او ۴۰۰ زره کانټينرونه يې د اروپا ۲۲ هېوادنو ۱۵۱ ښارونو ته ليږلي دي او ټوله اروپا له چين سره د باروړونکو اورګاډو په وسيله د باربرۍ خدماتو ته لاس رسي لري. د يادونې وړ دا ده چې دغه اورګاډي د کرونا وبا په موده کې هم په منظمه توګه روان دي او د محافظتي موادو د ليږلو او د خلکو د ژوند د ساتلو لپاره يې مهم رول لوبولی دی.