د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړو په اړه د ملګرو ملتونو د ۷۵ مې عمومي اسامبلې غونډه د مۍ په ۲۰ مه نېټه ترسره شوه. په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون دغې غونډې ته په وينا کې د امنيت شورا د رئيسه هېواد په توګه د چين د اړوندو اقداماتو معلومات ورکړل او د دغه هېواد دريځ يې بيان کړ.
جانګ جون وويل، چين له فلسطين او اسرائيلو څخه غواړي چې سمدستي اوربند وکړي، د عامو خلکو د مرګ ژوبلې مخه دې ونیسي او اسرائيل دې زغم وساتي. چين د ملګرو ملتونو او د سيمې د اړوندو هېوادونو له منځګړيتوب څخه ملاتړ کوي او هيله لري چې د ملګرو ملتونو اړوند پرېکړه ليکونه ژر پلې شي، د اسرائيل له لوري د فلسطين په اشغال شوو خاورو کې دې د استوګنې پروژې بندې شي، فلسطينيان دې له خپلې خاورې نه شړل کيږي او د دوی حقه حقونه دې تامين شي.