په شينجيانګ کې د لرغونو مسجدونو ساتنه
CRI2021-05-21 17:27:43
شريکول:

په شينجيانګ کې د لرغونو مسجدونو او نورو مذهبي ځايونو ساتنې ته ډېره پاملرنه کيږي.

جيامي مسجد د شينجيانګ د کاشغر په قافلق کې دی او څه باندې ۵۰۰ کلن تاريخ لري 

د نوموړي مسجد امام عبدالکرام ماموت وويل، چې جيامي مسجد هم ډېر لرغونی تاريخ لري او د زوړوالي له امله يې پخوا ډېری ځايونه زيامن شوي وو. د دغه مسجد د ترميم کارونه په ۲۰۱۸ کال کې تر سره شول. دغه مسجد په ښه توګه ساتل شوی او د مذهبي ځای په توګ عادي کارول کيږي.

د شينجيانګ د ختن عيدګاه مسجد څه باندې ۸۰۰ کاله مخکې جوړ شوی او په ۲۰۱۳ کال کې د هېواد په کچه د تاريخي اثارو او ودانيو په لېست کې شامل شوی دی.

ګڼ شمېر مذهبي ځايونه چې لرغوني او ډېر ارزښت لري، د تاريخي اثارو او ودانيو په توګه  خوندي ساتل کيږي.