د چين د پرمختګ د مخنيوي په موخه د تايوان په پلمه د لوېديځو هېوادونو کړنې به هرومرو ناکاميږي
cri2021-05-21 14:52:34
شريکول:

ټاکل شوې، چې د روغتيا نړيوال سازمان ۷۴مه غونډه به ژر پرانيستل شي، د امريکا په شمول ځينو لوېديځو هېوادونو يو ځل بيا د تايوان په پلمه د چين ضد ويناوې او کړنې غوره کړي او په دې سره غواړي، د چين د پرمختګ مخه ونیسي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتونيو بليکن څو ورځې مخکې ويلي، چې په دې غونډه کې د تايوان په نه ګډون سره به د ګردې نړۍ د روغتيا موخې ته ګواښ پېښ شي. بر سيره پر دې، د اوو صنعتي هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره په ياده روغتيايي غونډه کې د تايوان له ګډون څخه ملاتړ څرګند شوی دی.

روغتيا نړيوال سازمان د تېر په شان سږ کال هم تايوان ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې، دا له ۲۰۱۷ کال راهيسې د دغه سازمان پنځم ځل دی، چې په يادې غونډې کې د تايوان ګډون ردوي او د تايوان په پلمه د چين د پرمختګ د مخنيوي په اړه د امريکا په شمول د ځينو لوېديځو هېوادونو دوسيسې ناکامې پاتې شوي او بیا به هم ناکاميږي، خو بیا هم دوی خپل شوم نیت نه دې پرېښودلی او هڅې کوي، چې په دغې روغتيايي غونډې کې تایوان ته ځای ورکړي.

په حقيقت کې د دوی دغه کړنه به هرومرو ناکامېږي، څرنګه چې کړنه يې د يو چين د پېژندنې له اصولو او نړيوالو مقرراتو څخه سرغړونه ده. تايوان د چين يو ولايت دی او په نړيوالو غونډو کې ګډون يې بايد د يو چين د پېژندنې پر اصل ترسره شي. له ۲۰۰۹م کال څخه تر ۲۰۱۶م کال پورې تايوان د کتونکي په حیث د روغتيا د نړيوال سازمان په غونډو کې ګډون کړی، دا پر دې بنسټ و، چې د تايوان دواړو تنګيو د يو چين د پېژندنې پر ګډې نظريې ټينګار کاوه او ګډون يې د همغږۍ له لارې ترتيب شوی و، خو کله چې ډیموکراتیک پرمختګ ګوند د تايوان واک ترلاسه کړی، نو ياده ګډه نظريه يې رد کړې او له چين څخه د تايوان د بېلتون په پار یو اړخيزې هڅې کوي او د دواړو تنګيو د همغږۍ سياسي بنسټ يې ويجاړ کړی، نو ځکه د روغتيا نړيوال سازمان په غونډه کې د تايوان د ګډون حق ليرې شوی دی.

د امريکا په شمول د ځينو لوېديځو هېوادونو سياستوال په ياد بهير پوره پوهېږي، خو دوی د چين د پرمختګ د مخنيوي لپاره هر فرصت له لاسه نه ورکوي. مثلاً دوی د کرونا وبا تر رامنځته کېدو وروسته پر چين تورونه ولګول، چې د روغتيا نړيوال سازمان په فعاليتونو کې یې د تايوان د ګډون مخه نيسي او د تايوان ټولنيزو ګټو ته يې زيانونه رسولي دي او داسې نور.

خو واقعيت څه دی؟ نړيوال د دې شاهد دي، چې د چين مرکزي حکومت د کرونا وبا ضد د تايوان د دواړو تنګيو د ګډې مبارزې لپاره ډېرې هڅې کړي، سږ کال په مارچ مياشت کې دواړو تنګيو د کرونا وبا ضد د مبارزې په اړه د تګلارو او تجربو د تبادلې ويډيويي غونډه ترسره کړه او يو له بل سره يې اړوندې تکنالوژۍ او تجربې شريکې کړې. په عين وخت کې دغه هيواد د يو چين پېژندنې  په اصل د روغتيا په نړيوالو چارو کې د تايوان د ګډون په اړه هر وخت مناسب ترتيبات نيولي دي.
د يوې شمېرنې له مخې، د تايوان د طب محصلينو له ۲۰۲۰م کال راهيسې د روغتيا نړيوال سازمان په تخنيکي فعاليتونو کې ۱۶ ځلې ګډون کړی دی. برسيره پر دې، تايوان د کرونا ضد واکسين مالومات په وخت او پوره تر لاسه کړي او د دغه واکسين په عملي پلان کې برخه لري. نو پر چين د ځينو لوېديځو هېوادونو تورونه بيخي بې ځايه دي.

لوېديځو سياستوالو يوازې په خوله له تايوان څخه ملاتړ کړی، خو په حقیقت کې يې هیڅ ګټه ورته نه ده رسولې. د تايوان چارواکي د مې په ۱۹مه نېټه وويل، چې امريکا پر تايوان تر اوسه يو واکسين هم نه دی پلورلی، نو دا شک نه شته چې تايوان د دغو سياستوالو په نظر کې يوازې سياسي وسيله ده.