د چين او پاکستان مشرانو يو بل ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه وليږل
CRI2021-05-21 16:54:52
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د پاکستان ولسمشر عارف علوي د مۍ په ۲۱مه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو ۷۰مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه واستول.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ليکلي، چې چين او پاکستان د ټولو فصلونو لپاره ستراتيژيک ملګري دي او د اصلي ګټو او مهمو مسئلو په اړه يو د بل ټينګ ملاتړ کوي. زه د دواړو هېواونو ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګورم او هيله لرم چې له تاسو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ  د ستراتژيکي تګ راتګ او همکارۍ د پياوړتيا، د خپلمنځي اقتصادي دهليز د پرمختګ او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ او د خلکو د ګټو لپاره ګډې هڅې وکړم.

عارف علوي په خپل پيغام کې ليکلي، پاکستان د چين ډېره مننه کوي چې د کرونا وبا ضد مبارزه کې يې له دغه هېواد سره ډېرې قيمتي مرستې کړې دي.  پاکستان به له چين سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کليزې د لمانځنې فعاليتونه ښه تر سره کړي، د دې لپاره به هڅې وکړي چې خپلمنځي اقتصادي دهليز د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په پروژه کې نمونه وګرځي او د پاکستان او چين ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره به هم هلې ځلې وکړي.

د چين صدراعظم لي که چيانګ او د پاکستان صدراعظم عمران خان هم په همدې ورځ يو بل ته د دې ورځې په پار د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.