رسمي شمېرې د شي ځانګ لوی پرمختګ ښيي
cri2021-05-22 14:20:20
شريکول:

چين د مۍ په ۲۱ مه نېټه ((د شي ځانګ(تبت) سوله ييزه ازادي او سمسور پرمختګ)) سپين کتاب خپور کړ.

 په دغه کتاب کې په تېرو ۷۰ کلونو کې د دغې سیمې د پرمختګونو په اړه  هر اړخيز معلومات خوندي شوي دي.

په دغه سپين کتاب کې راغلي، چې په ۱۹۵۱م  کال کې د شي ځانګ جي ډي پي يعنې اقتصادي حجم يوازې ۱۲۹ ميليونه يوانه و او په ۲۰۲۰ م کال کې دغه شمېر له ۱۹۰ ميليارډه  يوانو څخه هم پورته و. په ۱۹۵۱ کال کې د دغې سيمې  د اوسېدونکو منځنی عمر  پېنځه دېرش اعشاريه پېنځه او په ۲۰۱۹ کال کې بيا يو اويا اعشاريه يو  ښودل شوی دی. 

په شي ځانګ کې ځانګړی کلتور او ديني ازادي  ښه ساتل شوې ده. اوس  دغه سميه   کابو ۱۷۰۰ مذهبي ځايونه لري او د راهبانو شمېر يې ۴۶۰۰۰ ښودل  شوی دی.

سروې  ښيي، چې د دې سيمې  له ازادۍ مخکې  دلته  تر ٪۹۰ ډېرو اوسېدونکو خپل کورونه نه درلودل او کافي خوراکي توکو ته يې هم لاس رسی نه درلوده. په ۲۰۲۰ کال کې په دغه سيمه کې د مالدارانو د کورونو مساحت ډېر پراخ شوی او اوس هر کس 41.46 متره مربع استوګنځی لري.  په ۲۰۱۹ کال کې په دغې سيمې کې شديده بېوزلي له منځه  وړل شوې ده.

ځيني لويديځ هېوادونه له اوږدې مودې راهيسې، د شي ځانګ په اړه د چين د مرکزي حکومت پر تګلارو نيوکې کوي، چې  د چين له مخالفت  او سخت غبرګون سره مخامخ شوي دي. 

 په شي ځانګ کې څه موده مخکې د فکري مرکزونو پنځم نړیوال فورم ترسره شو، په دغه فورم کې د پاکستان استازي محمد اقبال  هم ګډون کړی و او ويې ويل، چې هغه شي ځانګ ته سفر کړی او د دغې سيمې وضعيت يې له نږدې ليدلی دی او  پر دغې سيمې د ځينو لويديځو له تورونو سره يې همغږي ونه ښوده. هغه وويل، چې شي ځانګ د ښوونې، زېربناوو او صنعت په ګډون ډېرو برخو کې چټک پرمختګ موندلی دی، که څوک غواړي  دغه سيمه وپېژني، دا به ښه وي چې  خپله ور شي او هر څه له نږدې وګوري.