د چين او اروپا ترمنځ د پانګونې تړون پر سر جنجال پورته شوی
cri2021-05-22 14:17:55
شريکول:

اروپايي پارلمان د مۍ په ۲۰  مه نېټه يو پرېکړه ليک تصويب کړ او له چين څخه يې غوښتي، چې پر اروپايي ټولنې دې ځوابي بنديزونه لغوه کړي، که نه، د پانګونې تړون به منظور نه کړي.

خبري رسنۍ وايي، چې اروپايي پارلمان د دغه پرېکړه ليک په تصويبولو سره له چين سره د پانګونې تړون کنګل يا ځنډولی دی.

اروپايي ټولنې د روان کال په مارچ کې د شينجيانګ په اړه د ځينو ګونګسو او جعلي خبرونو پر اساس د چين پر ځينو شخصيتونو او ارګانونو بنديزونه اعلان کړل او چين دې ته په غبرګون کې د اروپا پر ځينو شخصيتونو او ارګانونو بنديزونه ولګول.

چین او اروپا په ۲۰۱۳ م کال کې د پانګونې تړون پر لاسليک خبرې اترې پيل کړې او له دې نه ۷ کاله وروسته يې د تېر کال په پای کې د دغو خبرو اترو د بشپړېدو اعلان وکړ.

 ويل کيږي، چې دغه لاسته راوړنې په اسانۍ نه دي ترلاسه شوي.

 چین څو څو ځلې ويلي، چې دغه تړون د يوه  لوري  څخه بل لوري ته ډالۍ نه ده، بلکې يو برابر تړون دی او د دواړو خواوو لپاره ګټور دی.

چيني شنونکي پدې اند دي، که دغه تړون وځنډيږي، اروپايي تصديو ته به تر ټولو ډېر زيانونه ورسيږي. ځکه اروپايي تصديو په تېرو شلو کلونو کې په چين کې د ۱۴۶ ميليارډو يورو په ارزښت پانګونې کړي او ډېرې ګټې يې ترې اخيستې دي.

 چين کابو يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونه نفوس لري، نو دغه هېواد غټ بازار لري او دغه بازار اوس هم د چټک پرمختګ په حال کې دی. 

د جرمني بېزنيس ويکلي مجلې يوه ليکنه خپره کړې، پکې  راغلي، چې ډېرې اروپايي تصدۍ  اندېښمنې دي ،که له چين سره د اروپا د پانګونې تړون تر اوږدې مودې پورې وځنډول شي، نو دوی ښايي د مخابراتو، طب، هوايي چارو،  ترانسپورټ او داسې نورو برخو کې د چين په لوي بازار کې د پرمختګ فرصتونه له لاسه ورکړي.