د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مۍ په ۲۱مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين د فلسطین او اسراییل د اوربند هرکلی کوي او تمه لري چې اړوندې خواوې به په جدي توګه اوربند مراعات کړي.
حماس او اسراییل د روانې مياشتې د ۲۰مې نېټې په شپه د دې خبر پخلی وکړ، چې دواړه خواوې د اوربند موافقې ته رسیدلې دي. وياند جاو لي جیان په دې اړه اړوندې پوښتنې ته د ځواب ورکولو په وخت کې وویل، چې چین د مصر او ملګرو ملتونو د منځګړیتوب او هڅو ستاینه کوي او غواړي په پر له پسې توګه له نړیوالې ټولنې سره ګډ کار وکړي، ترڅو د فلسطین او اسرایل ترمینځ تاوتریخوالی بيخي پای ته ورسيږي.
جاو لي جیان زياته کړه، چې چين به له فلسطين سره یو ميلیون ډالره بیړنۍ بشري نغدي مرسته وکړي او د فلسطين له اړتیاوو سره سم به تر خپلې وسې پورې بشري مادي ملاتړ چمتو کړي او د غزې په بیارغونه کې به فعاله برخه واخلي.
نوموړي وويل، چې چين به په منځني ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د م.م د مرستې او کار ادارې (UNRWA) ته يو ميليون امریکایي ډالره او ۲ لکه دوزه د کوويډ-۱۹ ضد واکسين به فلسطينيانو ته برابر کړو.