د روغتيا نړيوال سازمان د عمومي مدير مرستيالې سميرا اسما د مۍ په ۲۱ مه نېټه په جنيوا کې د دغه سازمان په خبري ناسته کې وويل، چې په نړۍ کې د کرونا وبا له امله د مړو شمېر ښايي تر رسمي شمېرې ډېر زيات وي، د دغه سازمان د وړاندوینې له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا له امله تراوسه له ۶ ميليونو څخه تر ۸ ميليونو پورې کسان وژل شوي وي.
د روغتيا نړیوال سازمان د مۍ په ۲۱ مه نېته د ۲۰۲۱ کال ((د نړۍ روغتیايي احصائيه )) راپور خپور کړ، چې له مخې يې په ۲۰۲۰ کال کې ښايي په نړۍ کې کابو ۳ ميليونه کسان د کرونا وبا له امله مړه شوي وي، خو ورکړل شوې شمېره يوازې يو ميليون او ۸۰۰ زره ښودل شوې، چې د دغه سازمان تر وړاندوينې يو ميليون او ۲۰۰ زره کموالی ښيي.
سميرا اسما پدې اړه ويلي، چې د روغتيا نړيوال سازمان پدې باور دی چې، په نړۍ کې د کرونا وبا له امله د مړو شمېر تر رسمي شمېرې دوه درې چنده زيات دی.
نوموړې زياته کړې، چې په ډېرو هېوادونو کې د مړينې د ثبتولو سيستم ډېر کمزوری دی او بېلابېل هېوادونه دې د اړوندو شمېرو او معلوماتو د راټولولو سيستم په جوړولو کې زياتې پانګونې وکړي.