شي جين پینګ د روغتيا په نړيوالې سرمشريزې غونډې کې ګډون وکړ
cri2021-05-22 13:54:58
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د می د ۲۱مې نيټې په شپه په بېجينګ کې په ويډيويي ډول د روغتيا په  نړيوالې سرمشریزې غونډې  کې ګډون وکړ او د انسانانو د روغتيا د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ تر عنوان لاندې يې مهمه وينا وکړه.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته شاره وکړه چې د کرونا وبا لاهم په ګردې نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده. اوس د نړيوالې ټولنې لومړۍ دنده دا ده چې ژر تر ژره دې د کرونا وبا پر وړاندې په روانې مبارزې کې ژربریالیتوب تر لاسه کړي او اقتصاد دې بيا سمسور کړي. د شلو صنعتي هېوادونو ګروپ غړي بايد له کرونا وبا سره په مبارزه کې خپل مسؤليت پر غاړه واخلي او له سترو عامو روغتيايي پېښو سره د مقابلې توان دې پياوړی کړي.

رئيس شي جين پينګ يادې غونډې ته پنځه فقره ييز وړانديز وکړ: لومړی مونږ بايد د خلکو ګټو او ژوند ته لومړيتوب ورکړو. له کرونا وبا سره مبارزه دې د خلکو لپاره تر سره شي، نو هر هېواد بايد د خلکو په اتکأ په زړه ورتوب سره دغه بې ساری کار تر سره کړي او د هر تن غزت او ارزښت ته دې درناوی وکړي تر څو د خلکو پر ژوند د دې وبا منفي اغيزې کمې شي او ټولنيز نظام په عادي توګه روان شي.

دوهم، مونږ بايد په ساينسي لارو چارو د کرونا وبا د مخنيوي او کنترول ترڅنګ اقتصاد ته هم پرمختګ ورکړو. د شلو صنعتي هېوادونو ګروپ غړي بايد په مسئولانه رويې سره عمومي اقتصادي تګلاره غوره کړي او د نړيوالو صنايعو ځنځير دې وساتي او له پرمختيايي هېوادونو په تېره بيا له  کمزوري هېوادونو څخه دې ملاتړ ته ادامه ورکړي.

درېيم ، ټول هېوادونه دې له کرونا وبا سره ګډه مبارزه وکړي. هغه وويل چې د انسانانو برخليک يو له بل سره ټړلی دی. مونږ بايد له اوسنيو ستونزو څخه ووځو او د دې وبا پر وړاندې د سياسي کېدو او پر نورو هېوادونو د تور لګولو له بېلا بېلو دسيسو سره دې ټينګ مخالفت وکړو. دغه ويروس ته د سیاسي بڼه ور کول د دې مبارزې لپاره ګټور کار نه دي ګڼې دغه وبا به پر نړيوالې مبارزې نوره هم منفي اغيزه وکړي او د مختفلو هېوادونو خلکو ته به زيانونه ورسوي.

څلورم، د کرونا ضد واکسين ويش په برخه کې بايد عادلانه رويه غوره شي. هغه زياته کړه چې د ډېرو هېوادونو لپاره اوس د کرونا ضد واکسين د ويش نابرابري د پاملرنې وړ مسئله ګرځېدلې ده، نو بايد د واکسين نيشنليزم له تګلارې څخه لاس واخيستل شي تر څو پرمختيايي هېوادونه ترې لازياتې ګټې واخلي. لوی هېوادونه بايد خپل مسئوليت پر غاړه واخلي او اړينو پرمختيايي هېوادونو ته دې لازيات واکسين برابر کړي.

پنځم، په روغتيايي چارو کې اداري سيستم بايد بشپړ شي. مونږ دې د م م او روغتيا د نړيوال سازمان رول پياوړی کړواو د ګډو مشورو له لارې دې د پرمختیايي هېوادونو معقوله غوښتنې وړاندې کړو. د دې ترڅنګ مونږ دې د روغتيايي پېښو د پېشګويۍ او له دغو پېښو سره د مقابلې، پر سترو ناروغيو د اخته کسانو د درملنې، بېړنيو طبي توکو د زيرمې، د اړوندو جعلي خبرونو د مخنيوي او له پرمختيايي هېوادونو سره د مرستو په شمول ډېرو برخو کې خپل توان پياوړی کړو.

رئيس شي جين پينګ د کرونا وبا پر وړاندې د ګډې مبارزې اعلان وکړ او ويې ويل چين به په راتلونکو درېیو کلونو کې په دې مبارزه کې له پرمختيايي هېوادونو سره  د مرستې او د دوی د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره درې ميليارډه امریکايي ډالره مرسته برابره کړي. سربېره پردې چين هم نور وړانديزونه هم وکړل. چين له نړۍ څخه غوښتنه وکړه چې يو بل ته لاسونه ور کړي او اوږه په اوږه دې د انسانانو د روغتيا د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ او د انسانانو د روغتيا د ښې ايندې د برابرولو لپاره هڅې وکړي.