د ډېرو هېوادونو شخصيتونو ((د شي ځانګ(تبت) سوله ييزه ازادي او سمسور پرمختګ)) سپين کتاب وستايه
cri2021-05-23 11:30:44
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د مې په ۲۱مه نېټه ((د شي ځانګ(تبت) سوله ييزه ازادي او سمسور پرمختګ)) سپين کتاب خپور کړ او د ډېرو هېوادونو شخصيتونو د شي ځانګ د پرمختګ برياليتوب وستايه.

د ارجنټاين د دانګ دای په نوم د مجلې عمومي ايډيتر ګستوه ويلي، اوس د چين په شي ځانګ کې بنسټيز تاسيسات ښه اباد شوي او د چين حکومت د ځايي وګړيو د روزګار ضمانت لپاره بېلا بېلې روزنې ترسره کړې، برسيره پر دې، په دغه سيمه کې ځانګړی کلتور، مذهب او ژبه هم تر ډېرې اندازې پورې ساتل شوې ده.

د تانزانيا د ليس سلام پوهنتون پروفيسر هانفلای موشي وويل، په ياد سپين کتاب کې د شي ځانګ سيمې د پرمختګ بهير بيان شوی، د يادولو وړ ده چې په شي ځانګ کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو کارونه پوره بريالي شوي. د شي ځانګ ستر بدلون ښکاري چې د چين د کمونېست ګوند د بېلا بېلو قومونو په مشرۍ د بېوزلۍ د له منځه وړلو ټينګه اراده لري، نو چينايان پر دغه ګوند پوره باور لري. د شي ځانګ د پرمختګ تجربې د افريقايي هېوادونو لخوا د زده کړې وړ دي.

د روسيې د علومو اکاډمۍ د چين د سياست او اقتصاد د څېړنې څانګې مشر سيرګي لوکنين وويل، څو کاله مخکې يې د چين شي ځانګ ته سفر کړی او دا يې وليدل چې هلته طبيعي چاپېريال تر ښې ساتنې لاندې دی، د چين د کمونيست ګوند د شي ځانګ د پرمختګ لپاره سترې هڅې کړي دي.

د فرانسې، جنوبي افريقا، لاوس، نيپال او بنګله دېش په شمول د ځينو هېوادونو متخصصانو هم په جلا جلا توګه د شي ځانګ د پرمختګ برياليتوب منلی او ستايلی دی. (هيله)