د روغتيا په اړه نړيواله سرمشريزه غونډه د مۍ په ۲۱مه نېټه د ايتاليا په پلازمينه روم کې تر سره شوه.
د ايتاليا ميديسي اکاډمۍ ( Academia Medici ) د نړيوالو اړيکو څانګې مرستيال پروفېسير فابيو ماسيمو پارينتي (Fabio Massimo Parenti) وويل، چې د نوموړۍ غونډې هدف د څواړخيزې همکارۍ پياوړتيا او د هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د ګډو کړنو هڅونه ده او اصلي موخه يې د روغتيا د راتلونکي نړيوال بحران مخنيوی دی. چين تل د وبا د وقايې او کنترول په برخه کې اغېزمن رول لوبوي او په راتلونکي کې به هم ډېره مهمه دنده پر غاړه واخلي. د کرونا وبا له رامنځته کېدو راهيسې حقيقت دا تائيده کړې چې يوازې د همکارۍ او متقابل اعتماد له لارې د وبا ضد نړيواله مبارزه بريالي کېدای شي. چين د خپلو کوښښونو له لارې دا ښودنه کړې چې دغه هېواد يو مسئولانه هېواد دی او د انسانانو لپاره نوی خدمتونه کولی شي.
نوموړي وويل، اوس بايد د چين له هغو وړانديزونو څخه ملاتړ وکړو چې د کرونا وبا ضد واکسين دې د نړۍ عام توليدات وګرځي او له هغو هېوادونو سره دې مرستې وشي چې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.