د چين نوي اقدامات به د کرونا وبا پر وړاندې روانه نړيواله مبارزه ګړندې کړي
cri2021-05-23 09:07:00
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مۍ د ۲۱ مې نېټې په شپه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د روغتيا په نړيوالې سرمشريزې غونډې کې ګډون او وينا وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې د شلو هېوادونو صنعتي هيوادونو ګروپ له غړو څخه د کرونا وبا ضد د مبارزې په برخه کې د مسئوليت پر غاړه اخيستلو غوښتنه وکړه او په پنځه فقره ييز وړانديز  سره يې  د يادې مبارزې  پنځه نوي اقدامات اعلان کړل.

په داسې حال کې چې کرونا وبا لاهم په ټولې نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده، د شي جين پينګ پيغام  د دغې وبا پر وړاندې د روانې نړيوالې مبارزې لپاره  لار  روښانه کړې او د نړيوالو هيلې يې راټوکولې دي.

چين د کرونا وبا له رامنځته کېدو راهيسې څو ځلې د دغې وبا پر وړاندې د نړيوالې مبارزې  وړانديزونه کړي او په دې برخه کې يې له نورو هېوادونو سره  ډېرې مرستې کړې دي. دغه هېواد هميشه پر څو اړخيزم ټينګار کوي او اقداماتو يې د کرونا وبا ضد مبارزې په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

شي جين پينګ د روغتيا په يادې سرمشريزې کې نړيوالې ټولنې ته  څو وړانديزونه  وکړل:

لومړی، نړيواله ټولنه دې د خلکو ژوند او ګټو ته لومړيتوب ورکړي. دوهم، معقولې او مناسبې تګلارې دې غوره او تطبيق کړي. درېيم، نړيواله ټولنه دې د ستونزو پر وړاندې يو له بل سره مرستې وکړي او پر يووالي او همکارۍ دې ټينګار وکړي. څلورم، پر عدالت او برابرۍ دې ټينګار وکړي. پنځم، نړيواله ټولنه دې د سطحي او اصلي ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي او د ادارې سيستم دې بشپړ کړي.

 

دغه  وړانديزونه   په چين کې د کرونا وبا ضد د مبارزې په بهير کې ګټور او اغېزمن ثابت شوي او د نورو هېوادونو د ستونزو  د حل او د نړيوال  روغتيايي سيستم  د اصلاح څرنګوالي ته  په کتو  رامنځته شوي دي.

 له دغو وړانديزونو څخه ډېر محتويات د دغې سرمشريزې په ګډه اعلاميه کې شامل شوي او دا ښيي، چې نړيوالې ټولنې د چين تجربې او وړانديزونه  منلي او د تائيد مهر يې پرې لګولی دی.

ډېری شنونکي پدې اند دي، چې د انسانانو پر وړاندې سختې ننګونې نه يوازې د ويروس، بلکې د ځينو هېوادونو د ځانغوښتنې له امله هم  رامنځته شوې دي. د لويديځ ځيني لوی  هېوادونه د نيشنليزم مفکوره مخته وړي او په همدې نوم يې د کوويډـ۱۹ ضد واکسينونه زېرمه کړي او وبا ته يې سياسي بڼه ورکړې ، چې له امله يې د دې وبا پر وړاندې  روانه نړيواله مبارزه له ډېرو ستونزو سره مخ شوې ده.

شي جين پينګ په خپله وينا کې له نړيوالو وغوښتل،  چې د هر ناروغ  درملنه  وکړي او د هر کس ژوند ته دې درناوی  وشي.  نوموړي پردې ټينګار وکړ، چې  بېلابېل هېوادونه دې د کرونا وبا له سياسي کېدو سره ټينګ مخالفت وکړي او  هيچا پسې دې د ويروس نوم نه تړي.

برازيلي کارپوه روني لينز (Ronnie Lins) وايي، چې د شي جين پينګ دا څرګندونې چې خلکو او ژوند ته دې لومړيتوب ورکړی شي،  د واکسين نېشنليزم غوښتونکو ته تر ټولو ښه ځواب دی.

چين د کرونا وبا ضد د نړيوالې مبارزې لپاره نه يوازې وړانديزونه کړي، بلکې اغېزمن اقدامات يې هم غوره کړي دي، شي جين پيګ د تېر کال په مۍ کې د روغتيا په ۷۳ مه نړيواله غونډه کې د کرونا وبا ضد مبارزې لپاره د چين پنځه اقدامات اعلان کړي وو او اوس د پلي کېدو په حال کې دي. دلته يې د څو بېلګو يادونه کوم.

چين له ۸۰ ډېرو اړمنو هېوادونو سره د واکسین مرسته کړې، ۴۳ هېوادونو ته يې واکسين صادر کړی او ټولې نړۍ ته يې کابو ۳۰۰ ميليونه دوزه واکسین برابر کړی، چې تر ډېره په پرمختيايي هېوادونو کې کارول شوی دی.

شي جين پينګ په يادې نوې سرمشريزې کې د کرونا وبا پر وړاندې د چين نوي اقدامات هم اعلان کړل، د بېلګې په توګه، چين به په راتلونکو دريو کلونو کې له پرمختيايي هېوادونو سره ۳ ميليارډه امريکايي ډالره مرسته وکړي. نړۍ ته به لازيات واکسین برابر کړي. د واکسين د توليدولو تخنيکونه به له نورو سره شريک کړي او د واکسين د توليد او تطبيق په برخه کې به د ګډې همکارۍ په اړه د يوه نړيوال فورم د ترسره کولو لپاره  هڅې وکړي.

د نړيوالو اړيکو په اړه کينياوي کارپوه کاونس ادشير وايي، له ډېرو افريقايي هېوادونو سره د چين د واکسين مرستې ښيي، چې  دغه هېواد د یوه لوی هېواد په توګه خپل مسئوليت پر غاړه اخيستی او له افريقايي هېوادونو سره د مرستې  ټينګ هوډ لري.

شي جين پینګ په خپله وينا کې د فيلسوف انیوس سنيکا (Annaeus Seneca) وينا واوروله او ويې ويل، چې  موږ  د يوه سمندر څپو ته ورته يوو، يعنې  انسانان په ټولنه کې ګډ برخليک لري. نننۍ نړۍ تر بل هر وخت يووالي ته اړتيا لري او چين غواړي له نورو سره د وبا او نورو ننګونو پر وړاندې ګډه مبازره وکړي، څو بريالي شو.